Sada-e Azadi

  • افزایش اندازه قلم
  • اندازه قلم پیشفرض
  • کاهش اندازه قلم

دښمنانو دردونکې ماته وخوړه

د فبروري د مياشتى په نيمايې کې په پاکستان کې د طالبانو د مشرتابه د ډلې د غړو د نيولو وروسته او په هلمند کې د سيمو د بيا نيولو په موخه د افغان او نړيوالو ځواکونو په يوه بريالى عملياتو کې، طالبانو د پام وړ ماته خوړلى او په شا تمبول شويدي.

همداشان د حقاني ترهګريزې شبکې ته په پاکستان کې د غه ډلى د مشرد ورور
سراج الدين حقاني د وژل کېدو وروسته ستر ګوزار  واړول شو .
د ناټو يو جګپوړى افسر د نيويارک ټايمز خبري آژانس ته وويل: "طالبان د خوږ د يوه  نوي کچې  احساس کوي." 
د فبروري د  مياشتې په پيل کې ملا عبدالغني برادر چې د ملا عمر وروسته د طالبانو دوهم قومندان و د پاکستان د کراچۍ په ښار کې ونيول شو.
ملا برادر د طالبانو جګپوړى پوځي او سياسي قوماندان و او د طالبانو د ورځنيو عملياتونو سمون يې  په غاړه لرله. هغه د ملا عمر د باوړ  وړ مرستيا ل و  او د هغه ځاى ډکول ستونزمن کار ښکاري . په لنډه موده کې د هغه نيول د طالبانو په فعاليتونو کې يو جدي خنډ  شمېرل کېږي.
د پاکستان او امريکې د څارګرى شبکې لخوا د طالبانو د جګپوړو مشرانو نيول، په پاکستان اوافغانستان کې د ترهګرو په له منځه وړلو کې د مرستو  يوه نوى کچه څرګندوي.
همداشان په هلمند کې ستر پوځي عمليات د طالبانو د له منځه وړلو لپاره د  نوى کچې د غوڅ هوډ  څرګندوي دى .
همداراز تمه کېږي چې د هغه نيونه دا زمينه رامنځته کړي چې د هغه ملګري په دې حقيقت باندې پوه شي چې اوس ددي وخت را رسېدلى دى چې د جګړې څخه لاس واخلي  او د جګړې د دوام پر ځاى خبرو اترو ته مخه کړي  . د ملا برادر د نيولو وروسته د بلوچستان په ايالت کې د شمال زون لپاره  د طالبانو دو ه غړي ونيول شول .
ملا عبدالسلام په کندز کې او ملا مير محمد په بغلان کې د طالبانو مشرى په غاړه درلودله . دا نيونه لومړى پټى ساتل شوى و څو د هغه څخه د نورو مليشو په نيولو کې مالومات ترلاسه کړي.
د نيويارک ټايمز د څرګندونې سره سم د کندز امنيه قوماندان جنرال رزاق يعقوبي وويل: "ملا سلام او ملامحمد ډېر بيرحمه کسان وو. د افغانستان په شمال کې ګڼ شمېر سړي تښتونه،  زنډۍ کول او نور جنايي کړنې د هغوي په لارښود ترسره کېدلې." په هلمند کې، ګډ (مشترک) عمليات د فبرورى د مياشتې په ١٣ نېټه پيل شو. د څوورځو په بهير کې د افغان او آيساف پوځي مامورينو وويل چې د ښار مهمى سيمې يې  تر خپل ولکى لاندې راوستي دي او د عمليات زياتې بنسټيزى موخې ترلاسه شوي دي.
د عملياتو د پيل څخه پنځه ورځې وروسته، افغاني ځواکونو د مارجې د بنسټيز بازار په سر بيرغ ورپاوه.
د هلمند والي ګلاب منګل چې د بيرغ د اوچتولو په بهير کې يې  شتون درلود وويل چې په مارجې کې ژوند په عادي بڼه  راګرځيدو ته مخه کړيده. ښاغلي منګل په يوه رپوټ کې د الجزيري ټلويزيون ته وويل: " تاسو لېدلاى شئ چې خلک په خپل ورځنې ژوند باندې بوخت دي. ځينې هټي لاهم تړلي دي، خو کله چې هغوي دښمنان ونيسي، هيله لري داهټۍ به  بيا پرانستل شي."
افغاني مامورينو وړاندوينه کړې، د ترهګرو څخه د سيمې پاکولو لومړى پړاو به درې اونې نور وخت ونيسي.
په سيمه کې جګړه په دې پړاو کې ورو ورو پرمخ ځي، ځکه  سرتېري د هغو سيمو څخه چې زيات ماينونه په کې ښخ شوي تير ېږي  او د ملکي کسانو ژغورل د هغوي د لومړيتوبونو څخه شمېرل کېږي.
په هر حال، د عملياتو د پيل دوهم پړاو، د ښه حکومت کول ، ښوونځي، کلينيک او دندو رامنځته کول اوس تر کار لاندې دى.
د افغان د عامه نظم ٤٠٠ ملي پوليسو  وکړاى شول د پلان څخه دمخه وګمارل شي او د افغان او آيساف سرتېرو سره په ګزمو او د مارجې په ښارګوټي کې  د پلټنې په پوستو کې برخه واخلي. دوې به تر  هغه هلته وي څو د پوليسو يو نوى ځواک روزنه ترلاسه کړي.
د مارجې په ولسوالۍ کې يو شمېر ناستې  ترسره شوې  څو د سيمې د امنيت د اندېښنو په هکله خبرې وکړي.
د مارجې نوى ولسوال حاجي ظاهر  به يو حکومتي ودانۍ ته  په راتلونکې ورځو کې ولاړ شى او هلته په خپل کار باندې پيل وکړي.
د ناد علي په ولسوالۍ کې چې پراختيايي پروژې پيل شوي د يوه ستر کانال بيارغول شامل دى  چې کلي ته اوبه راوړي. د قاري صاحب په کلي کې يو تش انګړ پېژندل شوى چې هلته ښوونځى پرانستل شي او ډېر ژر به هلته د ښوونځي وسايل ولېږدول شي. د هغه برسيره، څه ناڅه ٢٠٠٠ تنه د پيسو په بدل کې د کار په پروګرام  نوم ليکنه کړى څو د زيم ايستلو يو سيستم ورغوي او د پلي  کسانو د تګ راتګ لپاره  يو پُل  جوړ کړي.
ګلاب منګل د سيمې څخه د لېدو په مهال خبريالانو ته وويل: "زه په پوره توګه ډاډمن يم چې د مارجې ولسوالۍ به ډېر ه سوله ايزه او د افغانستان تر ټولو پرمختلليو ولسواليو څخه وي."
دا پرمختګونه نوي هيلى رامنځته کوي چې جګړه به ودرېږي او افغانان به  د خپلو افغاني هېوادوالو سره کښېني  او د يو ډېر سوله ايزې  راتلونکې په هکله به   پرېکړه وکړي.

نوشتن نظر
Your Contact Details:
نظر:
Security
کد آنتی اسپم نمایش داده شده در عکس را وارد کنید.

!joomlacomment 4.0 Copyright (C) 2009 Compojoom.com . All rights reserved."

 

خپل ګړندیتوب کم کړی ، پاملرنه وکړی ترخو خوندی واوسی


په ګوګل کی پلټنه

WebSada-e Azadi