
څه موده وړاندي پوهانو دغه ادعا يو څه رد کوله، خو اوس يو تکړه ځمکه پېژندونکى په دې اړه مثبت نظر لري. څرګنده ده چې افغانستان دوبۍ نده، خو د دې هېواد د تېږو او خاورو په زړه کې ستره شتمنۍ پټه ده.
د فيض آبد د کوکچه سيند په څنډه کې د دغې شتمنۍ د ساتنې مسؤليت د محمد اکبر په غاړه ده، د هغه دنده د زياتو طبيعي زېرمو راکېښل دي چې د افغانستان د ګټې لپاره د نوموړي تر پښو لاندي دي.
هغه په موسکا سره وويل:’’ په دې سوچ کې يم چې کولاى شو بدخشان او افغانستان د کانونو د رايستلو په يوه پياوړي مرکز بدل کړو."
که چيرې د امريکې د متحده ايالاتو د ځمکي پېژندنې ( جيولوجيکى) څېړنې او سروې سمي وي، د ښاغلي اکبر موسکا به بېځايه نه وي.
د ١٣٩٠ څيړنې ښې چې په افغانستان کې د څه ناڅه يوه تريليون امريکايي ډالرو په ارزښت کانونه د رايستلو لپاره شتون لري.
عامه سکټور، د افغانستان د ناخالصو توليداتو ستره سرچينه ده چې ٤٢،١ سلنه توليدات لري. کرنه په دوهمه درجه کې قرارلري چې ٦، ٣١ سلنه توليد لري. صنعتي سکټور له هغي ډلې څخه د جوړوني او د طبيعى زيرمو د رايستل په چټګ ډول وده کوي. اوس دا صنعت د هېواد د ٢٦،٣ سلنه د ناخالصه عوايدو مسؤليت په واک کې لري، خو تر دې هم ډېره وړتيا لري.
ځينې کارپوهان وايې، ښايي افغانستان په نړۍ کې تر ټولو ډيرې طبيعى زېرمى ولري. ليتيوم، مس، سره زر، طبيعى ګاز، تيل او ارزښتناکه تيږي لکه زمرد، ياقوت، مرمر او نور په ټول هېواد کې شتون لري.
د اينکو د مسو کان چې د لوګر په ولايت کې پروت دى، يوازينۍ پروژه ده چې د ٣ ميلياردو امريکايى ډالرو په ارزښت د چين هېواد د فلزاتو د رايستنې شرکت پکښې پانګونه کړې ده. هروخت چې د افغانستان امنيت او ټيکاو تر دې هم ښه شي، دا ډول پانګوني به تر دې هم ډيرې شي.
د دې ترڅنګ چې د کانونو راويستل او توليدات ډېره وړتيا غواړي، ډېرى مصرفى توکي افغانستان ته راځي ځکه چې افغانستان په بشپړه توګه توليدات نلري. د تېرو لسو کلونو په بهير کې په حالاتو کې د پام وړ بدلون راغلى دى، نوې فابريکې جوړې شوې او ويجاړې شوي فابريکي يوځل بيا رغاول شوې او ګټې اخستنې ته سپارل شويدي.
د لسيزو جګړو او ناخوالو وروسته، يوې سترې صنعتي فابريکې چې د کرنېزو ځمکو لپاره د ښه کيفيت وړ سره توليدوي
د مزارشريف په ښار کې په فعاليت پيل کړيدى.
د ١٩٦٠ لسيزې راپديخوا د سرې جوړولو د فابريکې کارکوونکي د خپل هېواد د اقتصاد د پرمختګ لپاره چې په کرني
پورې تړلى دى د سرې او برېښنا د توليد لپاره په کار بوخت دي. د کورنيو جګړو په بهير کې د څه د پاسه ٢٠ کلونو لپاره
دا فابريکه تړلي وه، اوس ددې فابريکې انجنييران ډاډمن دي چې يوه ښه راتلونکې لري.
په جوزجان ولايت کې د کانونو وزارت لخوا د ګازو د نويو زېرمو د موندلو سره ددي فابريکې توليداتو زياتوالى موندلى دى.
د مزارشريف د برېښنا او کيمياوي سرې د فابريکې رئيس انجنيرمحمد على سرمست زاده وايي، دا فابريکه په کال کې
د ١٣٠ زره ټنه کيمياوي سرې د توليد توان لري.
سرمست زاده د آزادى غږ مجله سره د يوي مرکي په ترڅ کې وويل: "په دې کچه توليدات، د افغانستان اقتصاد او همداشان بزګرانو ته يو ستر اقتصادى بدلون رامنځته کوي."
کيمياوي سره ددي لپاره چې ٤٦،٦ سلنه نايتروجن لري په سيمه کې يو د غوره سرو څخه ګڼل کېږي. نايتروجن د نباتاتو د جړلو د ودي لپاره يو له مهمو موادو څخه شميرل کېږي. له همدې امله موږ په ډاډ سره ويلى شو چې د خلکو لپاره غوره توليدات وړاندي کوو."
د مزارشريف د کيمياوي سرې او برېښنا فابريکه يوه دولتى فابريکه ده چې د پوهنتون څخه د نويو فارغانو په ګډون، ٢٠٠٠ کارکوونکي لري.
دا فابريکه د اقتصادي ودې يوه ستره بېلګه ده. نورې بيلګي يې د ملي سوداګريز شرکت او د صافى د جامو جوړولو شرکت دى چې د افغان ملى امنيتى ځواکونو لپاره يونيفورم او وسايل توليدوي او د سلګونو افغانانو لپاره يې د کار زمينه برابره کړيده.
له همدې وجې، راځى چي په ټول هېواد کې د کاري ځواک په اړه چې د هر سکټور لخوا په کار ګمارل شويدي ارزونه وکړو. موږ ته به په ډاګه شي چې هر شرکت څومره اغيزمن او ګټه ور دى. څه ناڅه ٧٨ سلنه کاري ځواک په کرنه، ١٥ سلنه په عامه خدمتونو او ٦ سلنه په صنعتي کارونو کې په کار بوخت دي

.
تر ټولو مهمه سکټور، صنعت دى او دعامه خدمتونو سکټور د کرنې تر سکټوره مهم دى. دا ددې لپاره چې يو لږ شمير خلکو ته اړتيا شته چې ورته ګټه لاسته راوړي.
که چيرې صنعتي سکټور دغه شان برياليتوبونو ته دوام ورکړي، د افغانستان د پرمختګ په يوه ستر خوځنده ځواک به بدل شي.
ددې ګڼې ډېرى مقالې د افغانستان د اقتصاد په اړه دي. په دي مقالو کې شميرې او ګڼي زياتي دي. سره له دې چې زموږ رښتنې موضوع خلک دي. د هرات ښار د شيدو د کوپراتيف غړي، په پکتيکا کې د مڼو بڼوال او د بدخشان په ولايت کې د کانونو کارکوونکي ټول د يوې ګډې موخې لپاره په ډېر زيار، د هيلو ډک او زغم سره کار کوي.
د افغانستان خلک ددې لوړ توان څخه برخمن دي څو د برياليتوب په کونجيو ورونه پرانيزي او يو ښه اقتصاد او ځلانده راتلونکې د خپل هېواد لپاره رامنځته کړي.
Caption:
څه ناڅه د يوه تريليونو ډالرو په ارزښت کانونه د رااېستلو په موخه د بدخشان په ولايت کې شتون لري.
Caption: د افغانستان په لويديځ کې د تيلو يو مرکز ليدل کېږي. د نړيوالو څيړنو پربنسټ افغانستان ښايي په نړۍ کې ترټولو سترې طبيعى زيرمې ولري.
.
.
-
|2012-02-07 11:26:18 Afghan Pakhtoon - Authorities of Natural SourcesA.O.A ! Hope You All Afghan Have a bright Future. But one thing i tell you as according to past Afghan Scientist such as Ibne Sena and Al- Beruni etc they were the most popular scholar in the world. But still Afghanistan Have some Scholars and Every Afghan have the potential to become A most popular scholar and scientist in the world.Because i have seen a hidden potential in them and i believe that they are. But if some one give rights to the right people (engage them,motivate manage, improve and develop them). The most scientist mind people we have in Afghanistan but unfortunately no peace in our country destroy their imagine ideas and talent because without any proof talent can not express. All these compel us that now a day we sell our gold minerals and all expensive Natural sources. Which is not affordable by every Afghan. Why not we have stand on our own feet and instead of selling them to other country. Why not we use or utilize them in our own Country for Construction of Afg...
