
ډېرى افغانان پدې تريخ حقيقت پوه شوي دي چې د کوکنارو د کرکيلې، د ترياکو پروسس او د نشه يي توکو د قاچاق ترمنځ اړيکى شتون لري، کوم چې دښمنانو ته د بمونو او وسلو لپاره مالى سرچينه برابروى او افغانستان لپاره ډيرې ستونزې رامنځته کړيدي.
له نېکه مرغه د امنيتي حالت په ښه کېدو سره، د نشه يي توکو د قاچاق د مخنيوي په ملي پروګرام کې هم برياليتوبونه ترلاسه شوي دي.
افغان او نړيوالو ځواکونو د مرغومې په مياشت کې اعلان وکړ چې په تيرو ١٢ مياشتو کې، د پوليسو او دهغوى د ځواکونو لخوا د نشه يي توکو د نيولو په برخه کې، د ليد وړ زياتوالى رامنځته شوى دى.
د دغو توکو نيول د سولې د دښمنانو وړتيا له منځه وړي چې افغانانو ته زيان رسوي او د هغوى د سوکاله او هوسا ژوندانه خنډ ګرځي.
د پژواک خبري آژانس د رپوټ له مخې، دغو ځواکونو د تېر کال په پرتله، په ١٣٩٠ کال کې تر ديارلس سلنه زيات ترياک کشف او نيولي دي. نوموړى آژانس زياتوي، په ورته وخت کې، د چرسو نيول چې يوه نشه يي ماده ده او د اسلام په دين کې د هغه کارول حرام بلل شوي دي، ٥٩ سلنه زياتوالى موندلى دى.
خو ستره نيونه دبنګدانو د يوې لوې برخې ضبط کول دي چې پدې توګه د هغه ضبط ١٢ او دمورفينو نيونه سل سلنه زياتوالى موندلي دى.

د کورنيو چارو وزارت وياند صديق صديقي خبريالانو ته وويل، د تېر کال په لړ کې د نشه يي توکو په ضبط کې زياتولى د افغان ملي امنيتي ځواکونو د وړتياوو ښه والى ښکارندوى کوي. د دغه برياليتوب رمز، په امنيتي پېښو کې لږوالي او
په ورته وخت کې د نشه يي توکو په نيولو کې کوم زياتوالى چې راغلى دى ، د سولې د دښمنانو په زياتو نيونو کې نغښتې دي.
د نشه يي توکو د نيولو يو د څو لاملو څخه هم دافغان ځواکونو وړتيا ده چې د هېواد دښمنان يې کمزوري کړي او د خپلو کورنيو، ټولنې او هېواد ته د عادي ژوندانه په راوستلو کې مرسته کوي.
