
د انسان پاىښت طبىعى زېرمو ته اړتىا لرى. پاکې اوبه، غلې دانې ىا حبوبات او څاروى
د ژوندانه د سرچىنو څخه دى چې افغانان د کلونو کلونو راهىسې د هغو تولىد ىا منځ ته راوړو لپاره هڅه اوهاند کړى څو ډاډ ترلاسه کړى چې کورنىو ته ىې خواړه چمتو او اړتىاوې ىې پوره شوې دى. د سوند توکى هم ىوه سرچېنه ده چې په سړو مىاشتو کې افغانان د تودولو په موخه هغو ته اړتىا لرى.
او داسى سرچىنې هم شته چې نه ىوازې د پاىښت لپاره بلکې د افغانستان په پرمختګ او وده کې مرسته کوى. د آزادۍ غږ مجلې په درىمه برخه د اقتصادى مطلبونو په ځاى کې د دې سرچىنو د ځواک او توان په هکله پوره معلومات وړاندى شوى دى. په افغانستان کې تر خاورو لاندې د لىتىوم کانونه هم شتون لرى چې د نړۍ په هرګوت کې ډېر
غوښتونکى لرى.
د مسوکانونو وده موندلې او هم د افغانستان د تىلو د لږو سرچىنو د رااىستلو په موخه هم ىو تړون لاسلىک شوى دى.
انسانى ځواک هم وده موندلې ده . لکه څنګه چې دغاښونو د ډاکټرانو موضوع وښودل شوه هغوى د افغان ملى پوځ د سرتىرو د درملنې لپاره کوم چې د غاښونو ستونزې ولرى روزل شوى دى. په هره کچه چې په ىوه هىواد کې په لىک او لوست باندى د سمبالو کسانو شمېر زىاته شى دا سرتېرى او د هىواد نور وګړى به د ژوندانه د ښې او عالى کچې تمه
وکولاى شى.
آن خځلې کىداى شى په ىوه سرچېنه بدل شى. په راز راز ښارونو کې سىمه اىز چارواکى په دې سوچ کې دى چې څه ډول د خځلو د ستونزو څخه ځان وژغورى. د دا شان لارو چارو په لټه کې شى چې دا کثافات بىا له سره اوبه شى او بىا ګټه ورڅخه واخستل شى. د ښارونو پاک ساتل هم کولاى شى د څښاک د اوبو او نباتاتو په شان د طبىعې سرچىنو په خوندى ساتلو کې مرسته وکړى کوم چې د ښه ژوند کولو لپاره د ىوه ښار په چمتو کولو کې مرسته کوى.
هىله لرم د آزادى غږ مجلې ددې ګڼې لوستل تاسې ګران لوستونکى په دې سوچ کې واچوى څو د هغو زىرمو څخه چې په واک کې ىې لرى په څه ډول د خپلې کورنۍ، دژوندانه چاپېرىال او هىواد لپاره د هغو څخه ګټه پورته کړئ.
