
دسویلی آسیا داقتصادي همکاریوسازمان دغړي هیوادونو دمالیې وزیرانو دنړیوال ناورین پرمهال دغړو هیوادونو څخه د مالي ملاتړ په خاطر په نقدو پیسو د اړولو غونډال پر رامنځته کیدو هوکړه وکړه.
په دی موضوع هوکړه دبنګله دیش هیواد پلازمینه ډاکه کې وشوه. په نقدو پیسو داړولو غونډال داسې د پیسو راکړې ورکړې معامله ده چې دیو هیواد مرکزی بانک لخوا د بل هیواد مرکزي بانک لپاره برابریږي.
دبنګله دیش د مالیې وزیر اما موهیت په دی اړه د دوشنبې په ورځ رسنیو ته ووییل:"دغه غونډال به د غړو هیوادونو ترمنځ د پیسو لیږد آسانه کړي. له دی لاری غړي هیوادونه به وکوالای شي خپلې سوداګری ترسره کړي او پیسې ېې دیوې ځانګړی مودې وروسته ورکړي.
په پام کې ده چې دهند له خوا دغه وړاندیز شوی غونډال سر له راتلونکی کال په عمل کې پلي شي. هغه وویل چې د سویلي آسیا اقتصادي اتحاديې جوړولو، دمالي چلندلار په اړه همغږی او د پیسو د راکړې ورکړی د بیېې څخه د څارنې په ډګر کې یو شمیر پرمختګونه شویدي.
ښاغلی موهیت د شونو ګواښونو د مخنیوی پخاطر دپیسو په ډګر کې د اغیزمن همغږي پالیسې دجوړولو اړتیا باندی ټینګار وکړ. هغه همدا رنګه د بهرني اسهامو په وړاندی دارزښت لویدو وړاندوینې په خاطر د سیمه ایزڅارنیز چلند لار په جوړولو هم ټینګار وکړ.
دسویلي آسیا د اقتصادي همکاریو سازمان غړو هیوادونو دماليې وزیرانو ټولنه دلومړي ځل لپاره په ۲۰۰۵ زیږدیز کال کې رامنځته شوی او هڅه کیږي ترڅو دسویلی آسیا په اقتصادی اتحادیې واړول شي.
دبنګله دیش دمالیې وزیر مرستیال محمد طارق ووییل: " د سارک پرمختیايی بڼسټ له وخته جوړه شویده. په اوږد مهال کې به یاد بڼسټ په سیمه ایز پرمختیايی بانک واړول شي. "
