Tue05222012

Last update12:00:00

Font Size

Cpanel

بریتانیا له افغانستان څخه د نیشه يی توکو په وړاندی دمبارزی په ډګرکې پر خپل ملاتړ ټینګار وکړ

brit-ambass-willian-petty

افغانستان لپاره د بریتانیې سفیر د چهار شبنې په ورځ ووییل چې هیواد ېې ژمن دی ترڅو د نیشه يی توکو په وړاندی دمبارزی په ډګر کې له افغانستان څخه خپل  ملاتړته دوام ورکړی.

هغه وړاندی ووییل چې هیواد ېې ژمن دی ترڅو د غوره حکومتداری ، د اساسی قانون پلي کولو ترڅنګ دافغانستان د نیشه يی توکو په وړاندی د مبارزی اړو ارګانونو سره په ګډه کار وکړي.
افغانستان لپاره د یاد هیواد سفیر ویلیم پټي دلته په کابل کې یوې خبري ناستې ته په خپل وینا کې افغانستان سره دخپل هیواد ستراتیژیک تړون باندی هم خبری وکړې . دغه تړون دنیشه يی توکو په وړاندی ګډو هڅو ته هم ایشاره کوی. هغه وړاندی زیاته کړه:" دمخدره توکو تولید او قاچاق نه یوازی د بریتانیا خلک بلکې د افغانستان وګړو ته هم زیان رسوي."
همدا رنګه محمد زمان سنګری دافغانستان د نیشه يي توکو په وړاندی دمبارزی ځانګړی محکمې مشر ووییل چې دوي یوازی په تیرو نهو میاشتو کې ۵۷۵ تنه د نیشه يي توکو په تړاو محکوم کړیدي. په محکوم شویو کسانو کې شپږ تنه بهرنیان، ۳۳ تنه حکومتي کارکوونکي ، شپږ تنه ښځې او یو شمیر نور کسان ګډون لري.
د چارواګو په وینا زیاتره نیونې په هلمند ، کندهار، نیمروز، کابل ، هرات، فراه ، بدخشان، تخار او کندز ولایتونو کې شويدي.
هغه وړاندی زیاته کړه چې په همدی مودی  کې ۱۸۰ ټنه مخدره توکی ، ۱۳۵۰۰۰ لیتر شراب او هغه کیمیاوي مواد چې د نیشه يی توکو په جوړولو کې ځینې کار اخیستل کیږي ترلاسه شویدي.
د نیشه يی توکو په وړاندی دمبارزې ځانګړی محکمه د لومړي ځل لپاره په ۲۰۰۵ زیږدیز کال کې رامنځته شوه.

نوشتن نظر
Your Contact Details:
نظر:
:D:):(:0:shock::confused:8):lol::x:P:oops::cry:
:evil::twisted::roll::wink::!::?::idea::arrow:
Security
کد آنتی اسپم نمایش داده شده در عکس را وارد کنید.

!joomlacomment 4.0 Copyright (C) 2009 Compojoom.com . All rights reserved."