Tue05222012

Last update12:00:00

Font Size

Cpanel

ځاخیلوال:دمتحده ایالاتو ۵۰ سلنه مرستې به د دوو کلونو په ترځ کې ولږول شي

Hazrat Omar Zakhilwal

دافغانستان د مالیې وزیر محمد عمر ځاخیلوال د همدی اوونې په ترځ کې د متحده ایالاتو نړیوال پرمختیايی اداری سره یوه تړون لاسلیک کړ چې ددی تړون له مخې به افغانستان د متحده ایالاتو لخوا شویو مالي مرستو څخه  ۵۰ سلنه ېې  د راتلونکو دوو کلونو په ترځ کې د افغان حکومت له لوری وکاروی.

ددی تړون له مخې چې د افغانستان مالیی وزیر او دمتحده ایالاتو پرمختیایي اداری استازی ترمنځ دلته په کابل کې لاسلیک شوه  افغانستان به د راتلونکی لمریز کال له پیل څخه چې د مارچ د میاشتې ۲۱ نیتې سره سمون لری ۳۵ سلنه مرستې دافغانستان ملي بودیجې له لاری  ولګوی چې دا سلنه به د روان لمریز کال ترپایه ۵۰ سلنې ته لوړه شی.
دافغانستان د مالیې وزارت رپوټونو سره سم دمتحده ایالاتو نړیوال پرمختیايی ادارې تر دی دمه افغانستان سره ۳۰ میلیارده ډالره چې ۱،۴ ټریلیونه افغانی کیږي مرسته کړیده چې ۵،۱ میلیارد ېې دافغانستان ملي بودیجې له لاری لګول شویدي.
ښاغلي ځاخیلوال یوې خبري ناستې ته په خپل خبرو کې ووییل چې دمتحده ایالاتو یاد پرمختیايی اداره هر کال افغانستان سره ۲ تر دری میلیارده ډالره بیلابیلو ډګرونو کې مرسته کوي.په راتلونکي کال کې به یو میلیارده  ډالره مرسته وکړي چې دافغانستان ملي بودیجې له لاری به ولګول شي.
دافغانستان د ماليې وزارت چارواګو سره سم نړیواله ټولنه افغانستان سره د ۶۹ میلیاردو ډالرو مرستې ژمنه کړیده چې په تیرو لسو کلونو کې ۵۷ میلیارد ېې افغانستان سره شویدي. له شویو مرستو څخه د ۱۸ سلنه په شاوخوا کې ېې دافغانستان ملی بودیجې له لاری لګول شوي خو پاتې ېې د مرسته کوونکوهیوادونو لخوا لګول شویدي.
په دی اړه افغانستان لپاره د متحده ایالاتو شازدافیر رایان کراکر ووییل ، چې پاتې مرستې به د غوره حکومتداری ، اقتصادی او بنسټیز پرمختګونو همدا رنګه دښوونیز او روغتیايی سکتورونو پر ودی ولګول شي.
هغه وړاندی زیاته کړه:" سره له دی چې په افغانستان کې زموږ پوځي عملیات مخ په ختمیدو دی خو له افغانستان او دسولې له بهیر څخه زموږ ملاتړ به دوام ومومی.

نوشتن نظر
Your Contact Details:
نظر:
:D:):(:0:shock::confused:8):lol::x:P:oops::cry:
:evil::twisted::roll::wink::!::?::idea::arrow:
Security
کد آنتی اسپم نمایش داده شده در عکس را وارد کنید.

!joomlacomment 4.0 Copyright (C) 2009 Compojoom.com . All rights reserved."