
پاکستان وايي چې که افغان حکومت غواړي،نو د سولې پروسې ته د حقاني شبکې او طالبانو په راوستلو کې خپل رول ترسره کولى شي.
دغه څرګندونې د پاکستان د بهرنيو چارو وزيرې حنا رباني کهر د سلواغې په ١٣مه، کابل څخه له ستنېدو وروسته په اسلام اباد کې خبريالانو سره د خبرو پر مهال وکړې.
هغې زياته کړه، چې هېواد يې دافغانستان د سولې په پروسه کې هر ډول مرستو او همکاريو ته چمتو دى.
نوموړې زياته کړه، چې دوى په افغانستان کې د تېرې لس کلنې جګړې پاى ته رسېدل غواړي؛ په دې برخه کې که افغان حکومت ترې وغواړي،نو د سولې پروسې ته د حقاني شبکې او طالبانو په راوستلو کې خپل رول ترسره کولو ته چمتو دى.
د پاکستان د بهرنيو چارو وزيرې حنا رباني کهر وويل،چې په افغانستان کې اغېزمنه سوله او ثبات اوس هم لرې ده؛ خو زياته يې کړه، چې دا پروسه د افغانانو په مشرۍ ښه پايلې لرلى شي.
نوموړې زياته کړه: ((هرکله چې افغانان په خپله د سولې لپاره راوړاندې شي، نو بيا په دې برخه کې چې د پاکستان له لاسه هر څه کېدى شواى، نو ترسره به يې کړي.))
د يادونې وړ ده، چې حنا رباني کهر پرون له يوه پلاوي سره کابل ته راغلې وه او له ولسمشر حامد کرزي، د بهرنيو چارو وزير ډاکټر زلمي رسول او يو شمېر نورو دولتي او سياسي څېرو سره يې وليدل.
