Tue05222012

Last update12:00:00

Font Size

Cpanel

ګيلاني د افغانستان د سولې پروسې په اړه د خبرو په موخه قطر ته ځي

 ټاکل شوې، چې د سلواغې په ١٧مه د پاکستان لومړى وزير يوسف رضا ګيلاني د افغانستان د سولې پروسې په لړ کې د قطر له چارواکو سره خبرې وکړي او دغه هېواد ته سفر ولري.

امريکايۍ ورځپاڼې واشنګټن پوسټ نن (د سلواغې ١٥مه) د پاکستاني چارواکو په حواله خبر ورکړى، چې د پاکستان لومړى وزير يوسف رضا ګيلاني به د سلواغې په ١٧مه نېټه (دوشنبې) دوحې ته ولاړ شي.
د سرچينې په وينا، ګيلاني به په دغه سفر کې د قطر له چارواکو سره د افغانستان د سولې د پروسې او په دغه هېواد کې د وسلوالو طالبانو د دفتر په اړه خبرې وکړي.
په وروستيو کې په قطر کې د طالبانو د دفتر د پرانيستلو او د امريکا او وسلوالو طالبانو ترمنځ د پټو خبرو اترو په اړه راپورونه خپاره شوي وو، خو وسلوالو طالبانو تر څه وخت پورې په دې اړه څه نه ويل.
وروسته وسلوالو طالبانو د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره ومنله، چې په قطر کې يې د خپل دفتر د پرانيستلو لپاره د ياد هېواد په ګډون له يو شمېر نړيوالو لورو سره تفاهم کړى دى.
دا په داسې حال کې ده، چې دوه ورځې مخکې د امريکا د متحدو ايالتونو د دفاع وزير ليون پنيټا ويلي وو، چې په افغانستان کې د سولې په پروسه کې د پاکستان رول ډېر مهم دى.
نوموړي زياته کړې وه، چې د افغانستان د سولې پروسه د پاکستان له رول څخه پرته نه شي بريالۍ کېداى.
دغه راز د پاکستان د بهرنيو چارو وزيره مېرمن حنا رباني کهر له طالبانو سره د افغان حکومت د سولې د خبرو او ځينو نورو مسايلو پر سر دوه ورځې مخکې کابل ته راغلې وه.
هغې زياته ويلي وو، چې پاکستان تل په افغانستان د سولې له پروسې ملاتړ کړى او ژمن دى، چې د افغانستان د سولې په بهير کې هر اړخيزه جدي همکاري وکړي.
د يادونې ده، چې د پاکستان حکومت تر ډېره وخته پورې په قطر کې د وسلوالو طالبانو د دفتر او خبرو اترو په اړه خپل رسمي دريځ نه و څرګند کړى.

نوشتن نظر
Your Contact Details:
نظر:
:D:):(:0:shock::confused:8):lol::x:P:oops::cry:
:evil::twisted::roll::wink::!::?::idea::arrow:
Security
کد آنتی اسپم نمایش داده شده در عکس را وارد کنید.

!joomlacomment 4.0 Copyright (C) 2009 Compojoom.com . All rights reserved."