هالنډ په افغانستان کې د سولې او ثبات د ټينګښت په موخه د افغانستان د سولې له عالي شورا سره ٢،٥ ميليونه امريکايي ډالره مرسته وکړه .
ددې مرستې تړون نن د افغانستان د ماليې وزير حضرت عمر زاخېلوال،د سولې عالي شورا د دارالانشاء مشر محمد معصوم ستانکزي او په کابل کې د هالنډ سفير رادنک فون وولن هوون (Radinck Van Vollenhoven) تر منځ په کابل کې لاسليک شو.
د ولسمشر امنيتي سلاکار او د سولې عالي شورا د دارالانشاء مشر محمدمعصوم ستانکزي په هېواد کې د سولې له بهير څخه د هالنډ له ملاتړ څخه مننه وکړه .
هغه زياته کړه :(( دا روښانه خبره ده، چې سوله په پېسو نه اخېستل کېږي ، خو کولى شو، چې په لګولو سره يې د سولې ذهنيتونه پياوړي کړو .))
په کابل کې د هالنډ سفير وويل ،چې هېواد يې په افغانستان کې د سولې له بهير څخه ملاتړ کوي او ژمن دى ، چې دغه ملاتړ دوام ومومي .
د سرچينې د معلوماتو له مخې ، هالنډ له ٢٠٠١ زېږديز کال راهېسې پر ته له امنيتي سکتور څخه له افغانستان سره شاوخوا ٧٠٠ ميليونه يورو مرسته کړې ده .
د افغانستان د ماليې وزير نن خبريالانو ته وويل چې د سولې عالي شورا له جوړېدو راهېسې لسو مرستندويه هېوادونو له دې شورا سره ١٥٧ ميليونه امريکايي ډالره مرسته کړې ده .
هغه وويل چې له يادې شورا سره له شوې مرستې څخه تر اوسه ٩٥ ميليونه امريکايي ډالره بېلابېلو وزارتونو ته د هغو پراختيايي پروژو د پلي کولو لپاره په بوديجه کې شامل شوي، چې د سولې او ثبات په ټينګښت کې مثبت اثر لري .
دولتي سرچينې وايي، چې د سولې د عالي شورا د هڅو په پايله کې په هېواد کې شاوخوا ۳۰۰۰ وسلوال مخالفين د سولې له بهير سره يو ځای شوي دي.
