Sada-e Azadi

  • افزایش اندازه قلم
  • اندازه قلم پیشفرض
  • کاهش اندازه قلم

هرات ولايت کي افغان ملي پوليس د سواد زده کړي دوهم روزنيز پړاو کي ګډون وکړ

Heratپه دي وروستيوکي د هرات ولايت امنيي قومانداني کي د سواد زده کړي دوهم پړاو افغان ملي پوليسو ته پيل شو.

په دغي نهه مياشتني کورس کي چي د هرات ولايت د حياتي سواد څانګي لخوا پيل شوي دي د هرات ولايت امنيي قومانداني د٢٠ تنو ښځو په ګدون سلګونوتنو پوليسانوبرخه واخيست. دهرات ولايت د امنيي قومانداني وياند ډګروال نورخان نيکزاد وويل ددي خپروني له لاري به دنوموړي ولايت امنيي قومانداني ټول کارکوونکي ترپوښښ لاندي راشي .
نوموړي ددي کورس موخه د افغان ملي پوليسو دکارکوونکو کاري وړتيا لوړول وباله.
نوموړي وړاندي زياته کړه: که پوليس بشپړ سواد ولري نوکوالاي شي ورسپارل شوي دنده  په ښه توګه ترسره کړي دبيلګي په توګه خلکو سره امنيتي موضوعات په ښه توګه همغږي او شريک کړي او له هغوي څخه د مرستي غوښتل په ښه توګه ترسره کړي  . همدا راز که دسواد خاوند پوليس ته کوم لوژستيکي دنده وروسپارل شي نو کوالاي شي په وخت او سمه توګه خپله دنده ترسره کړي .
نوموړي زياتوي د هرات ولايت د حياتي سواد رياست په پام کي لري ترڅو نوموړي ولايت کي د پوليس او امنيتي ارګانونو نورو کارکوونکوته هم ورته روزنيز کورس په نږدي راتلونکي په لاره واچوي .
ددي روزنيز پړاو يو شمير ګډون کوونکي په دي اړه خپل آند داسي موږ سره شريک کړ:دوي زده کړي ته ليوال دي . کله چي موږ دپوليسو ليکو سره يوځاي شولو نو موږ سواد نه درلود ځکه موږ ته دا موکه برابره نه وه. خو اوس د امنيي قومانداني دننه د سواد زده کړي کورس شتون لري ، هغه سرتيري چي سواد نه لري کوالاي شي په دي کورسونو کي ګډون وکړي ځکه دسواد زده کړه زموږ راتلونکي لپاره ډيره ښه او ګټوره ده. د سواد زده کړي په لومړي پړاو کي ٣٠ تنه پوليسانو برخه واخيست او ددي کورس پاي ته  رسولو سره يي تصديق ليکونه ترلاسه کړل.
نوشتن نظر
Your Contact Details:
نظر:
Security
کد آنتی اسپم نمایش داده شده در عکس را وارد کنید.

!joomlacomment 4.0 Copyright (C) 2009 Compojoom.com . All rights reserved."

 

خپل ګړندیتوب کم کړی ، پاملرنه وکړی ترخو خوندی واوسی


په ګوګل کی پلټنه

WebSada-e Azadi