Sada-e Azadi

  • افزایش اندازه قلم
  • اندازه قلم پیشفرض
  • کاهش اندازه قلم

پوليس خپل سري کسان راټولوي

Police round up wayward boysد کابل د آسمايي ١٠١ زون د قوماندانۍ افسران په پام کې لري څو د کابل ښاريانو ته يو خوندي او باامنه چاپېريال رامنځته کړي. دوي غواړي چې ښاريان خپلو ورځينو کارونو ته د هغو  خپل سريو ځوانانو د انديښنو پرته چې په عامه ځايونو کې ولاړ وي او  ښځى ، ماشومان او نور پلى کسان ځوروي، ولاړ شى. له دې امله، د کابل د آسمايي د ١٠١ زون په قوماندانى کې  د جنايي جرمونو د څيړنې د رياست افسرانو د هغو هلکانو او ځوانانو په ټولولو پيل کړى چې بى ځايه درېږي.
دا بهير د خلکو د  هغو شکايتونو وروسته پيل شو چې هلکان بيځايه درېږي او د هغو ښځو او ماشومانو لپاره چې د خپلو کورونو څخه  د کار، ښوونځي  او بازار لپاره راوځي ربړونه او تکليف رامنځته کوي.
د جنايي جرمنو پر وړاندې د مبارزې مدېر جنرال سيد عبدالغفار سيدزاده وويل: “موږ د ٢٠٠٩ کا ل د مى د مياشتې راهيسې په کابل کې   څه دپاسه ٦٠٠٠ خپل سري هلکان  راټول کړي دي.”
هغه وويل پوليس، هلکان امنيه قوماندانى ته راوړي او د هغوي پېژندګلوي ليکي.
سيد غفار زياته کړه: “وروسته موږ د هغوي د کورنۍ مشرانو  سره وينو. د هغوي د مور او پلار اويا خپلوانو څخه د ضمانت اخيستلو وروسته چې نوموړي نيول شوي هلکان  به بيا دا کار نه  ترسره کوي خوشې کوو.”
موږ دوي ته د بيا عادي ژوند کولو اجازه ورکوو، څو د ژمنې وروسته دوي په راتلونکې کې په داشان ناوړه کارونو کې نه ښکېلېږي.
سيدزاده زياته کړه: “که چېرې موږ د نوموړو هلکانو د دې کړنې مخنيوى ونه کړو، په راتلونکې کې به ورڅخه جنايت کوونکي جوړ شي.”
جنايي مدير وويل د هغه وخت راهيسې چې دوي د راټولولو دا پروسه د کابل په ښار کې په لاره اچولې، خلکو د سوله ايز چاپيريا ل رېپوټ راکوي او د پخوا څخه لږ ځورول  کېږي.
د کابل د جنايي جرمونو سره د مبارزې اداره ٨٠٠ پوليس لري چې د کابل په ښار کې په دندې بوخت دي او د ښاريانو لپاره په ښار کې امنيت ساتي.
په سيمه کې د دوي د دندو څخه يو هم جنايت کوونکو، شکمن او بې ځايه درېدونکو کسان لټول دي. ښاغلي سيدزاده وويل چې ددوي ټيم د کابل په ولايت کې همداشان ګڼ شمېر سړي تښتوونکي نيولي دي.   ددې رياست وروستي عمليات د صبغت د زوي په مشرۍ  د سړي تښتوونکو د ډلې نيول د بګرام په ولسوالۍ کې  او د پغمان په ولسوالۍ کې د زړګي د سړي تښتوونکو ډلې تصفيه کول و.
کابليان د خپل سرو کسانو څخه د سړکونو د پاکولود مفکورې څخه چې خپل زيات وخت په واټونو کې تېروي، هرکلى وکړ.
نوشتن نظر
Your Contact Details:
نظر:
Security
کد آنتی اسپم نمایش داده شده در عکس را وارد کنید.

!joomlacomment 4.0 Copyright (C) 2009 Compojoom.com . All rights reserved."

 

خپل ګړندیتوب کم کړی ، پاملرنه وکړی ترخو خوندی واوسی


په ګوګل کی پلټنه

WebSada-e Azadi