Sada-e Azadi

  • افزایش اندازه قلم
  • اندازه قلم پیشفرض
  • کاهش اندازه قلم

بیارغونه په خلاص غوږ، د خلکو د اړتیاو لپاره

National Solidarity Programپه ټول افغانستان کې خلک د دې موکه لرې چې د ملی پیوستون پروګرام (ان. اس. پې) څخه د مرستې غوښتنه وکړي. آیا هغوی د څښاک اوبو ته اړتیا لري؟ آیا هغوی غواړې چې جغل اچول شوی سړک او رغول شوی پلونه ولرې؟ هر رنګه پروژې شونې دي. په بلخ ولایت کې د زارع ولسوالۍ یوه ښه بیلګه ده چې څرنګه په کلیو کې بنسټیزې پروژې لکه سړکونه او څاه ګانې عملی شوی دې.

احمد فرید سعادت، هغه څوک چې په شمال زون کې د ملی پیوستون د پروګرام د سیمه ایزو اړیکو مشر دی، څرګندوي: "د ملی پیوستون پروګرام د ټولنې په کچه په بیلا بیلو برخو کې لکه مالی مدیریت، تدارکات، فنی مهارتونه او روڼوالۍ کې ظرفیتونه جوړوي. د ملی پیوستون پروګرام د کلیو د پراختیا او بیارغونې وزارت (ام. آر. آر. دې) تر څارنې لاندې کار کوی او مسول دی چې آسانتیاوې چمتو کړي. د هغه څه رغول چې د کلیو د اوسیدونکو له خوا لومړیتوب ورکول کیږې، پیسې یې د ملی پیوستون پروګرام چمتو کوی."
د زارع د ولسوالۍ د کله خان بالا د کلی اوسیدونکې په رښتیا د حیاتې پروژو څخه کوم چې په دې ورستیو کې د ملی پیوستون د پروګرام له خوا اجرا شوی دی، خوښ دي. د کلی یو اوسیدونکې حکیم سلطان وایی: "خلک کولای شې چې د ملی پیوستون د پروګرام څخه وغواړي چې دوی څه ته اړتیا لري. هغوی موږ ته دوولس د پاکو اوبو څاه ګانې پیسی چمتو کړي." هغه همدارنګه زیاته کړه چې د ملی پیوستون پروګرام د دولت یو بریالی خیریه پروګرام دی چې ډیری د خلکو په ښه توب باندې متکې دي.
په شمال کې د ملی پیوستون سیمه ایز مشر انجنیر لطف الله صافی وایی: "تصمیم د خلکو له خوا نیول کیږي. لمړی د سیمې سپینږیرې سره کښینې بحث کوی او بلاخره ډیره مهمه پروژه ټاکې. وروسته د نړیوال بانک د مالی ملاتړ سره هغه ټاکل شوی پیسې دوی ته ورکول کیږې. د پیسو مصرف نیغ په نیغه د شورا د غړو له خوا تر سره کیږې."National Solidarity Programنوموړی څرګندوی چې د ملی پیوستون پروګرام ښه لاسته راوړنه ځایې حکومت لپاره د تصمیم جوړلو د میکانیزم جوړښت دي. هغه زیاته کړه: "په دې ورستیو اونیو کې موږ سړکونه د بندک، بند چپ او خون آبه په کلیو کې رغولی او د زارع ولسوالۍ د پخته ګان پایین او عرب بالا په کلیو کې دوولس څاه ګانې کیندلی دي."
د کلیو د پراختیا او بیارغونې وزارت سره سم، په ټول افغانستان کې د ملی پیوستون د پروګرام د جوړیدو څخه د 2003 نه تر اوسه د 600 ملیون ډالرو څخه زیات، په زرګونو عامو وګړو د خوښې په پروژو لګول شوی.
مګر د زارع ولسوالۍ ځینې اوسیدونکې ادعا کوی چې دا ټولې پروژې په شمال کې امنیتی حالت پورې اړه لري. د هغو څخه یو احمد علی وویل: "موږ ښه امنیت لرو له همدې کبله دا یوه ښه فضا د ملی پیوستون د پروژو د تر سره کیدو لپاره ده." په شمال کې د ملی پیوستون سیمه ایز مشر انجنیر لطف الله صافی د یو روښانه راتلونکی لپاره خوښبین دی: "موږ تر اوسه له کومې جدې ستونزې سره نه یو مخ شوی، خلک له موږ څخه ملاتړ کوی او دا په هیواد کې زموږ د بریالیتوب دلیل دي."

نوشتن نظر
Your Contact Details:
نظر:
Security
کد آنتی اسپم نمایش داده شده در عکس را وارد کنید.

!joomlacomment 4.0 Copyright (C) 2009 Compojoom.com . All rights reserved."

 

What does your father do? ..

ستاسو راتلونکی دی ....

Pictures from Aybak

 

په ګوګل کی پلټنه

WebSada-e Azadi