دا د فراه ښار د کرنې په انستيتوت کې يوه سړه لمرينه ورځ ده. زده کوونکي يوځاى د رياضي د اوسط په راټولولو بوخت دي.د امريکې په مشرۍ د فراه د ولايتي بيارغاونې د ډلې يو تن کرهنيز سلاکار دارين ريچاردسن دغو محصلينو ته د ډېزاين کولو څرنګوالى او د خړوبولو لپاره د يوې برخې ځمکې د برابرولو په هکله زده کړه ورکوي. هره يوه سترګه د ټولګي په سرکې د ښوونکي د لوست لور ته ځېر وه.
ريچاردسن د خپلو خبرو پر مهال د ټولګي د لوست دړې ته په اشارې سره وويل: “ سرې شميرې څرګندوى چې خاوره بايد د ځمکې څخه لېرې شي. تورې شميرې څرګندوي چې په کوم ځاى کې بايد يوه اندازه خاوره واچول شي.”
کله چې ريچارد خبرې کولې په توره دړه په چارت کې نښيې نښلول کيدې.
١٨ کلن نظير د ټولګي په مخ کې ناست دى. هغه ډېر ژر د ښاغلي ريچارتسن د ځاى ناستې په توګه د تورې دړې په وړاندې راڅرګند شوى، د دغه مضمون په اړه يې خپلې زده کړې نندارې ته وړاندې کړې. ښاغلي نظير وويل: “ زه د دې لپاره چې موږ د خپل مسلک په اړه لازياتې زده کړې ترلاسه کوو، ښه احساس کوم. نن ورځ ما د خاورې د آوارولو څرنګوالى زده کړل. پخوا زه نه پوهېدم چې دا کار بايد څرنګه ترسره کړم.” نوموړي د دغه ټولګي عملي اړخونه چې د سروې د وسايلو څخه ګټه اخستل او د اندزې د موندلو لپاره کارول کېږي، خوښوي.

په دغه ټولګي کې په ټوليز ډول ٢٧ زده کوونکي د فراه ولايت د ټولو برخو څخه راغلي دي. يو شمېر زده کوونکي خو هان د هرات او ميدان وردګو د ولايتونو څخه دې چې په دغه ارزښتناکه ١٣ ټولګي کې يې ګډون کړى دى. زيات شمېر زده کوونکي په پام کې لري څو خپلې زده کړې د پوهنتون او فراغت تر کچه پورې ورسوي. هغوى غواړي څو د کرنې د انجنيرانو او کارپوهانو په توګه بدل شي. د پشت روډ د ولسوالۍ څخه ١٩ کلن عبدالرزاق غواړي څو د افغان ملي پوځ سره يوځاى شي. نوموړى ډاډمن ندى چې څرنګه وکولاى شي د کرنې سره خپله مينه د دې لپاره چې هېواد ته خدمت کول دي، بدله کړي خو هغه په پام کې لري څو د دې لپاره يوه لار پيدا کړي. هغه وويل: “ زه به هر هغه ځاى ته چې ورته اړتيا وي ځان ورسوم.”
د دغه ټولګي په پاى کې، ښاغلي ريچاردسن د نوموړي ښونځي سره د سروې د وسايلو مرسته وکړه. په دغه توکو کې سه پايه، يو لېول او د اندازه کولو مېله شامل دي. همدا شان د امريکايي ملګرو لخوا د يو زيات شمېر پنسلونو مرسته هم وشوه.
د فراه په ښار کې د کرنې عالي لېسه په هېواد کې د کرنې يو تر ټولو لرغونى او بريالى ښوونځى ګڼل کېږي. تر دريو لسيزو زيات د کرنې کارپوهانو د فراه ولايت د ځوانانو او هغوى چې د نورو ولايتونو څخه راغلي، خپله پوهه يوځاى کړې ده.
سږ کال نوموړي ښوونځي پراختيا موندلې او د انستيتوت په کچه کوچني کورسونه يې په خپل روزنيز نصاب کې شامل کړي دي. د کرنې دغه ليسه د فراه ولايت د ويترنرۍ او ساينس د انستيتوت په نوم يادېږي.
اوس مهال په دغه انستيتوت کې په ټوليز ډول ٢٣٣ تنه زده کوونکي لوست کوي.
نظر ها (0)
Powered by !JoomlaComment 4.0 beta1






