ملاريا هغه بې تناسبه ناروغۍ ده چې د افغانستان په ګډون هغه هيوادونه ګواښوي چې د پرمختللى روغتيايي سيستم څخه بې برخې دي.
دا ناروغۍ چې د مياشو په چيچلو سره رامنځته کيږي هر کال سلګونه زر افغانان ورباندى اخته کيږي. خو د تيرو اتلو کلونو په ترڅ کې په افغانستان کې د ملاريا په پېښو کې د پام وړ کموالى راغلى دى. د دغه پرازيت
د کنټرول په خاطر، د افغانستان د عامې روغتيا وزارت تر يو ميليون زياتې پشه خانې هغه خلکو ته چې ډېر بى وزله دي او په ځانګړي توګه هغه ولايتونه چې ډېر ددې خطر سره مخ دي وېشلې دي.
پشه خانې د ماشومانو او اميدوارو ښځو د خونديتوب لپاره هغوى ته په وړيا توګه وېشل شوې په داسې حال کې چې نورو ته په تېټه بيه په پام کې نيول شوېدى. ملاريا چې معمولاً په افغانستان کې د تودو مياشتو په ترڅ کې رامنځته کېږي، تر ډېره بريده کېداى شي د مياشي د چېچلو په مخنيوي سره دا ناروغۍ کنټرول شي.ملاريا څــــــه ده؟
ملاريا د ژوند د ګواښولو يوه ناروغۍ او په نړى کې ترټولو زياته وژونکى ده. د پلازموديم په نوم دا يو حجروى پرازيت دى چې د انسان د ژغورنې (معافيتي)سيستم تر ګواښ لاندى راولي. دا ناروغۍ په هغو ټولو سيمو کې چې د سمندرڅخه ١٥٠٠ متره لږه لوړوالى لري، ډېره ليدل کېږي.ملاريا څرنګه ليږدول کيږى؟
دا ناروغۍ د انافيل د ښځينه مياشو د چېچلو له امله چې د ژڼکو د مړولو په خاطر وينې ته اړتيا لري، لېږدول کېږي.د ملاريا په ناروغى د اخته کيدو نښې نښانې څه دي؟
ملاريا معمولاً تبه، سر خوږى، خواګرځى او د والګى په شان نورې نښې نښانې لري.د درملنې په خاطر که چيرې درمل په واک کې نه وي او يا پرازيټ ورسره مقاومت پيدا کړي، په دې ترڅ کې نوموړي ميکروب ځانته پرمختللى حالت غوره کړى او د انسان ژوند د ګواښ سره مخ کوي.څرنګه کولاى شو په ملاريا باندې د اخته کېدو څخه ځان وژغورو؟
په هغو سيمو چې دا مياشي وي په تېره بيا په توده هوا کې د ولاړو اوبو څخه ځان وساتئ. که چيرى پشه خانه ولري د هغه څخه استفاده وکړئ. د اوږده ړستونې جامې واغوندئ کوم چې د ملاريا په ميکروب ککړ ماشى د چيچلو چانس ته کموالى ورکوي.په دې ناروغۍ د اخته کېدو په صورت کې بايد څه وکړو؟
په چټګۍ سره روغتيايي مرستې ترلاسه کړئ. د ژوندانه او مرګ ترمنځ توپير ډېر ځلى هغه وخت رامنځته کېږي چې څوک د مرستې په لټه کې نه شي.






