نوموړی وړاندی وویل چی پخوا دغی برخی ته زیاتره پاملرنه نه وو شوی خو دری اوونی مخکی د نړیوال روغتیایی سازمان او اروپایی اتحادیی په مالی مرسته د روانی روغتیا ورکشاپ په لاره واچول شو او دادی نن دغه ورکشاپ پای ته ورسید. "دا د عامی روغتیا وزارت د روانی ناروغانو روغتیا او دهغوی درملنه د میندو او ماشومانو له مړینی څخه د مخنیوی په شان په خپل کاری لومړیتوبونو کی ځای لری.
سره له اوسه د عامی روغتیا وزارت به هڅه وکړی ترڅو دغی څانګی ته ځانګړی پاملرنه وکړی . " ډاکتر سحر وړاندی وویل چی پریکړه شوی ده ترڅو په هری ولایتی روغتون کی لس بستره او د زون په هری روغتون کی ۲۰ بستره یوازی د روانی ناروغاونو د درملنی لپاره ځانګړی کړی . شاه محمد چی دننګرهار ولایت دروغتون په روانی وارډ کی دیو نرس په توګه کار کوی وویل چی دا یوه اغیزمنه ورکشاپ وو چی اوس کوالای شی د دی ورکشاپ د روزنو په رڼا کی ناروغانو سره سمه مرسته وکړی
په روانی ناروغیو اخته کسان زیاتره د کورنیو مرستی او ښه ټولنیز چلند ته اړتیا لری . یو مسلکی روغتیایی کارکوونکی کوالای شی له دی ستونزوڅخه د وتلو په موخه اړوند روزنی برابر کړی . ډیره خوشحاله یم چی زیاتره روانی تخنیکونه می زده کړی دی . "
په دی دری اونیز روزنیزکورس کی د ننګرهار ، کنړ، لغمان، دای کندی ، خوست ، پکتیا او ارزګان ولایتونو ډاکټران او نرسان برخه اخیستی وو چی دادی اوس د فراغت ډیپلومونه یی ترلاسه کړل.
دعامی روغتیا وزارت په پام کی لری ترڅو په راتلونکی کی دغی بهیر ته دوام ورکړی .
د عامی روغتیا وزارت چارواگو سره سم د افغانستان کابو 65% اوسیدونکی یی په روانی ناروغیو اخته دی چی زیاتره یی َښځی دی . دعام روغتیا وزارت چارواګی داسی څرګندوی چی د روانی ناروغیو اصلی لامل کورنی جګړی ، د کورنیو د غړیو له لاسه ورکول، مهاجرتونه، کورنی تاوتریخوالی ، ناوړه اقتصادی حالات او په هیواد کی وزګاری ګنی .



