لشمانيا(کالدانه) يوه ناروغۍ ده چې په نا انډوله توګه د افغانستان په ګډون هغه هېوادونه چې د روغتيا پالنې د پرمختللي سيستم د نشتوالې سره مخ دي، تر اغيزې لاندې راولي.
کالدانه چې د لشمانيا د مياشو د چېچلو له امله رامنځته کېږي، هر کال په سلګونو زره افغانان ورباندې اخته کېږي. د لشمانيا ناروغۍ په لږه کچه وژونکې ده، خو د تل پاتې ټپونو په پرېښودلو سره په تېره بيا د انسان پر مخ کښې، د ټولنېز عيب لامل کېږي.
لشمانيا د نړۍ په ٨٨ هېوادونو موندل کېږي. د اټکل له مخې کابل په کال ٢٠٠٤ کې د ٦٧٥٠٠ پېښو په درلودو سره، د پوستکي دکالدانې د ترټولو لوى مرکز بلل شوى دى.لشمانيا څه ته وايي؟
لشمانيا(کالدانه) يوه داسې ناروغي ده چې د پرازيټونو له خوا رامنځته کېږي او ډېرى وختونه د وجود په بربنډ برخو کې د پوستکي د ټپونو سبب کېږي. په افغانستان کې، کالدانه معمولاً په کابل، هرات، کندهار او بلخ په ولايتونو کې موندل کېږي.
ناوړه روغتيا ساتنه او په واټونو کې کثافات، د لشمانيا مياشي ته د هغه د خوښې وړ چاپېريال رامنځته کوي.
لشمانيا په څه ډول خپرېږي؟
دا ناروغۍ د لشمانيا د ښځينه خاورين مياشي د چېچلو له لارې چې دخپلو ژڼکو د مړولو لپاره يې ترسره کوي، لېږدول کېږي. د لشمانيا مياشي په افغانستان کې تر ډېره بريده د ماښام او شپې پر مهال فعاله وي.
په لشمانيا باندې د اخته کس نښې نښانې څه دي؟
لشمانيا څلور ډولونه لري. د مياشي له خوا د سړي تر چېچلو وروسته د هغه نښې نښانې د اوونيو او يا مياشتو وروسته څرګند کېږي.
د پوستکي ډول د لشمانيا تر ټولو معمول ډول دى. دا ډول لشمانيا د وجود په بربنډ برخو معمولاً په مخ او لاسونو کې د پوستکي د ټپونو سبب کېږي.دا ډول معمولاً د څو مياشتو د تيرېدو وروسته د ټپونو د پرځاى پرېښودو سره ښه کېږي.
د سالک ډول لشمانيا د پوستکي ستر ټپونه چې د جذام ناروغۍ ته ورته ده، رامنځته کوي. د دې ډول لشمانيا درملنه ستونزمنه ده.
مخاطى ډول لشمانيا د پوستکي په ټپونو سره پيل شوى چې د غړو لکه پوزې او خولې د غړيو د له منځه تلو لامل کېږي.
د بدن د داخلى غړيو لشمانيا چې د لوړې تبې، د وزن د کمېدو، د تورې (طحال) او ځګرپاړسوب او د وينې د کموالې له امله څرګند کېږي چې د نه درملنې په صورت کې کېداى شي وژونکي واوسي.
څرنګه کولاى شم په لشمانيا د اخته کېدو څخه مخنيوى وکړم؟
د لشمانيا څخه د مخنيوي تر ټولو ښه لار، د لشمانيا د مياشي د چېچلو مخنيوى دى. د هغو سيمو څخه چې پکښې دا مياشي را ټولېږي په تېره بيا په تودو او لنده بلو سيمو کې او ډيرانونو کې،ځان لېرې وساتئ. که چيرې د بېده کېدو لپاره د مياشو جالۍ ولرئ، ورڅخه ګټه واخلئ. د اوږده لسټونى لرونکى جامو اغوستل هم په لشمانيا اخته مياشو د چېچلو موکه له منځه وړى. تر اوسه پورې د دې ناروغۍ د مخنيوي لپاره کوم ډول واکسين او يا درمل شتون نلري.
که چيرې پوه شم چې په لشمانيا باندې اخته شوى يم بايد څه وکړم؟
د روغتيايي مرستې په لټه کې شئ. د دې ناروغۍ درملنه د لشمانيا د ډول په پرتله توپير لري. په هغه سيمه کې چې د روغتيايي مرستې ترلاسه کول ستونزمن دي، مهمه ده ترڅو د دې مياشي د چېچلو څخه د مخنيوي په خاطر، د هر ډول پاملرنى څخه کار واخيستل شي.




پاړسوب او د وينې د کموالې له امله څرګند کېږي چې د نه درملنې په صورت کې کېداى شي وژونکي واوسي.