Mon02062012

Last update10:01:48

ټيفوس(حصبه)

  • PDF

Causes for Typhusپه تېرو ګڼو کې موږ د هغو ناروغيو په هکله چې د حشراتو د چېچلو له امله رامنځته کېږي معلومات وړاندې کړل.آزادۍ غږ  په دې ګڼه کې دټيفوس(حصبې) ناروغۍ ته يوه کتنه کړيده.


ټيفوس (حصبه) څه ته وايي؟
ټيفوس (حصبه) تر ډېره بريده يوه وژونکي ناروغۍ ده چې د شپږې له لارې لېږدول کېږي. دا ناروغۍ په تېره بيا په ګڼ مېشته سيمو کې چې ناوړه چاپېريال ساتنه لري او پکښې روغتيايي اصول په پام کې نه نيول کېږي، معمول ده.د حصبې خپرېدل ډېرى د کډوالو په پنډغالو کې د جګړو او طبيعي ناورينونو وروسته صورت مومي.

ټيفوس څه ډول خپرېږي؟
هغه باکټريا چې د حصبې سبب کېږي د شپږې د کولمو له لارې چې د انسان څخه تغديه کوي، لېږدول کېږي. نوموړې باکټريا د هغوى د غايطه موادو څخه بهر کېږي. انسان هغه مهال په ټيفوس اخته کېږي چې هغوى د ټيفوس څخه رامنځته شوى د چېچلو ځاى ګرولى او په باکټريا ککړ غايطه مواد په ټپ وموښي.

د ټيفوس نښې نښانې څه دي؟
د دې ناروغۍ نښې نښانې لکه کلک سر خوږى، دوامداره لوړه تبه، ټوخى، بخار، د غړو کلک خوږ، لرزه، د وينې د فشار ټېټيدل، د روښنايي په وړاندې حساسيت، بې سدۍ او سرسام توب دى. د ټټر يا سينې په برخه کې بخارونه د تبې تر رامنځته کېدو پنځه ورځې وروسته پيل کېږي چې بيا وروسته سر او د بدن نورو برخو ته پراختيا مومي. تبه ښايي د سانتي ګراد په کچه ٣٩ درجو ته ورسېږي.

که چيرې پوه شم چې په ټLice -cause for Typhusيفوس باندې اخته شوى يم بايد څه وکړم؟
تاسو بايد ژر تر ژره د روغتيايي مرستې په لټه کې شئ. د انټي بيوټيک په يوه دوز سره کولاى شو د ټيفوس درملنه  وکړو. د نه درمنلې په ترڅ کې په ټيفوس اخته د ١٠ څخه تر ٦٠ سلنې کسان کېداى شي خپل ژوند د لاسه ورکړي.

څرنګه کولاى شم په ټيفوس باندې د اخته کېدو څخه مخنيوى وکړم؟
په ټيفوس باندې د مخنيوي تر ټولو ښه لار،د هغو سيمو څخه لېرې والى دى چې ښايي پکښې سپږې شتون ولري. د سپږې څخه د ژغورلو لارې په تيره بيا د  يوه عفونت د موندلو پر مهال، د ځان مېنځل، د ککړ شويو جامو مينځل د اېشول شوى اوبو په واسطه اويا  تر څه نا څه تر پنځو ورځو پورې د ميکروبى جامو څخه مخنيوى (سپږې د وينې د خوړلو پرته مري) او د حشره وژونکو درملو کارول دى.
د ټيفوس څخه همدا شان کولاى شو د واکسين په مټ مخنيوى وکړو- تاسو کولاى شئ  په دې هکله په افغانستان کې د شته امکاناتو په اړه د يوه ډاکټر څخه پوښتنه وکړئ.

دا ناروغۍ د افغانستان په کومو برخو کې ډېره خپره ده؟
لکه څرنګه چې مخکي وويل شول، ټيفوس په تېره بيا د کډوالو په پنډغالو او هغو سيمو کې چې ناوړه روغتيا پالنه لري، خپره ده.

,

نوشتن نظر
Your Contact Details:
نظر:
:D:):(:0:shock::confused:8):lol::x:P:oops::cry:
:evil::twisted::roll::wink::!::?::idea::arrow:
Security
کد آنتی اسپم نمایش داده شده در عکس را وارد کنید.

!joomlacomment 4.0 Copyright (C) 2009 Compojoom.com . All rights reserved."