دعامی روغتیا وزارت مصر هیواد ته دنورو مسلکی زده کړو لپاره د ۳۲ تنو قابلو له استولو خبر ورکوی.
د عامی روغتیا سرپرست وزیره میرمن ثریا دلیل وویل چی په افغانستان کی د میندو او ماشومانو د مړینی کچه لوړه ده او یوازی ۲۶ سلنه ښځی په روغتیایی کلینیکونو کی زوکړی ته لاس رسی لری نو له همدی کبله ددی ستونزی هوارول د عامی روغتیا وزارت په لومړیتوبونو کی ځای لری چی له همدی کبله ۳۲ تنه قابلی به د دوه اوونیو لپاره مصر هیواد ته د نورو مسلکی زده کړو لپاره واستول شی ترڅو د میندو او ماشومانو د مړینی کچه په اغیزمنه توګه راټیټه شی .
" په هیواد کی د میندو او ماشومانو د مړینی د کچی راټیټولو یواځینی لاره د کارکوونکو مسلکی روزنه او په لرو پرتو سیموکی د هغوی په دنده ګمارل دی . دوی به میندو او ماشومانو ته له زیږدی مخکی او د زیږدی په وخت کی لومړنی مرستی برابر کړی .دعامی روغتیا وزارت هڅه کوی ترڅو د قابلو او دایه ګانو کاری وړتیا لوړه کړی . "
دښځو په چارو کی د متحده ایالاتو ځانګړی استازی میلانی، ویروییر وویل چی متحده ایالات په ۲۰۰۴ زیږدیز کال کی یوه روزنیز خپرونه پیل کړی وو چی په ترځ کی یی کابو ۱۴۶۷ تنو قابلو ته مسلکی روزنی ورکول شول. نوموړی په افغانستان کی د ښځو د روغتیا ودی لپاره دکابل په نړیواله کنفرانس کی د خپل هیواد له ژمنی څخه هم یادونه وکړه.
دمتحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیره اغلی کلینټون یوازی دوه اوونی مخکی دلته د کابل په نړیوال کنفرانس کی د ګډون لپاره راغلی وو او نوموړی په افغانستان کی د قابلو د روزنی په ډګر کی دخپل هیواد ۳۷ میلیون ډالرو مرستی اعلان وکړه چی دی مرستی سره به د روزل شویو دایه ګانو او قابلو شمیره داوسنی شمیری په پرتله دوه برابره شی چی اوسنی ستونزی به ورسره حل شی . "
کابل کی د مصر شازدافیر ښاغلی کریمی شرف ژمنه وکړه ترڅو افغانی قابلو ته د روزنی نوری آسانتیاوی هم برابر کړی . دا مهال په ټول هیواد کی ۲۶۰۰ تنه روزل شوی قابلی شتون لری، دا په داسی حال کی دی چی ۶۰۰۰ تنو ته اړتیا ده.



