ټيټانوس يو ناوړه حالت دى چې د يوې باکټريايي ناروغۍ له امله رامنځته کېږي.
د ټيټانوس ناروغۍ درملنه بايد ژر تر ژره وشي، ځکه د نه درملنې په ترڅ کې کولاى شي وژونکي واوسي. افغان ماشومانو ته د دې حالت څخه دخوندېتوب په موخه واکسين ورکول کېږي.
دا ناروغۍ څه ډول رامنځته کېږي؟
هغه باکټريا چې د ټيټانوس لامل کېږي په دوړو، خاورو او کرنيزه سره کې موندل کېږي. د ټيټانوس باکټريا معمولاً د يوه ټپ او د بدن د غوڅ شوي برخې له لارې وجود ته ننوځى. د ټيټانوس باکټريا همدا شان کولاى شي د حيواناتو د چېچلو، سوځېدنې او د ککړو ستنو څخه چې د نشه يي توکو د لګولو لپاره کارول کېږي، وجود ته د ننه شي. همدا چې نوموړې باکټريا وجود ته د ننه شوه په تکثر پيل او زهر خپروي. نوموړي زهر وروسته د وينې د بهېر څخه خپاره شوي، د شوکي نخاع سره د عصبي سيګنالونو د اړيکو مخه نيسي. دا کار د غړو د خوږېدو او د وجود په تېره بيا د غاړې، مخ او ژامې د کلکېدو(شخېدو) سبب کېږي. په دې ناروغۍ د اخته کېدو او د هغه د نښو نښانو د را څرګندېدلو وخت د ٤ څخه تر ٢١ ورځو پورې دى او منځنى کچه يې لس ورځې ده. د ټيټانوس د ناروغۍ د ودې څخه د مخنيوي په خاطر، د وجود غوڅې شوې برخې او ټپ بايد تل پاک وساتل شي. ټيټانوس د يوه کس څخه بل کس ته نه شي خپرېدى.
آيا د هغه د نښو نښانو په اړه يو څه زيات ويلى شئ؟
د ټيټانوس مهمې نښې نښانې لکه د غړو خوږ او کلکېدل دي. دا کلکېدل په لومړيو کې د مخ په برخه کې را څرګند شوي چې په ډېرى حالاتو کې د 'ژامې غړي' زيانمن او د خولې خلاصېدل ستونزمن کوي. په ډېرى پېښو کې د غړو کلکېدل وروسته غاړه او ستونى تر اغيزه لاندې راولي چې تېرول د ستونزى سره مخ کوي. ښايي تاسو د مخ په غړو کې خوږ ووينئ او داسې به څرګند شي چې ګواکې تاسو خاندئ. په غاړه او سينې کې د غړو کلکېدل ښايي د سا ايستلو ستونزى رامنځته کړي. نورې نښې نښانې د ٣٨ درجې سانتې ګرادو په کچه او يا د تر هغه لوړه تبه، د سر خوږ، د ستونې خوږ، خولې کېدل، د زړه کلک ټکانونه، په بې سارې توګه د لمس کولو حساسيت،د کولمو د ننه د وينې بهېدل او نس ناستې ده. د نه درملنې په صورت کې،ټيټانوس پيچلى حالت رامنځته کړي او د ناروغ د مړينې سبب کېداى شي. ماشومان او د ډېر عمر خاوندان کېداى شي تر ټولو زيات د مړينې د خطر سره مخ وي. دا مړينه کېداى شي دوينې د زهري کېدو، سابندى (اختناق)، د زړه حمله او يا د پښتورګو د کاره لوېدلو له امله وي.
آيا د ټيټانوس پېژندنه آسانه ده؟
هو،ځکه د هغه نښې نښانې په آسانۍ سره د پېژندلو وړ دي. څو نور حالات د ټيټانوس په څېر د غړو د خوږناکه کلکېدو سبب کېږي. ښه تشخيص تر ډېره برېده کېداى شي شونى وي که چيرې کوم کس تازه او ناولى ټپ لرلي اويا ور سره د غړو سخت درد او د غړو کلکېدل ولري. څرنګه چې ټيټانوس يوه وژونکې ناروغۍ ده نو درملنه يې بايد په بيړى سره وشي.
آيا ټيټانوس د درملنې وړ ده؟
په داسې حالاتو کې چې ټيټانوس شکمن وي، بايد ناروغ ته ژر تر ژره د ايمونوګلوبولين (تي آى جى) ټيټانوس محلول ورکړل شي. دا هغه محلول دى چى د ځانه سره هغه انتي باډۍ لري چې ټيټانوس له منځه وړي. د ټيټانوس په ناروغۍ د اخته کېدو د مخنيوي تر ټولو ښه لار، خونديتوب(معافيت) ترلاسه کول دى. په افغانستان کې تاسو بايد خپل نوى زېږېدلى کوچنى او يا ماشومان د خونديتوب د ترلاسه کولو په خاطر، روغتيايي کلينيک ته يوسئ او يا کله چې د واکسين لګولو کسان کله چې کور په کور واکسين ه کوي، هغوى چمتو ولرئ.



