دافغانی سری میاشتی ټولنی مالوماتو سره سم دغه ماشومان د هیواد له بیلابیلو ولایتونو څخه دی او شپږ میاشتی به په آلمان کی پاتی شی .دافغانی سری میاشتی ټولنی مشر محمد سلیم وردګ وویل چی هیوادوالو سره د مرستی لپاره څو کاله کیږی چی دغه خپرونه د افغانی سری میاشتی ټولنی لخوا پرمخ بیول کیږی . نوموړی وړاندی وویل: "له دی خپرونی څخه د افغانی سری میاشتی ټولنې موخه بیوزلو او اړو خلکو سره مرسته ده. د اغیزمنو کورنیو هغه ماشومان چی دلته په افغانستان کی د درملنی شونتیا ونلری ددرملنی لپاره بهرنی هیوادونو ته استول کیږی.دغه ماشومان به په وړیا توګه درملنه ترلاسه کړی. "
یو تن ماشوم چی په خپل مخ او لاسونه د سوزیدلو داغونه لری وویل: "زما نوم فرید ده . دلته زما درملنه نه کیږی .موږ بیوزلی هم یو خو اوس ډیر خوشحاله یم ځکه په آلمان کی به درملنه ترلاسه کړم. "
وییل کیږی تراوسه کابو ۵۰۰۰ ماشومان دافغانی سری میاشتی ټولنی لخوا بهر ته د درملنی لپاره استول شوی دی .



