کولرا د اوبو زېږنده يوه ناروغي ده که چېري يې په چټکه توګه درملنه ونشى، د وجود د اوبو د ضايع کېدو او سملاسى مړينې لامل کېږي. د سيلابونو د راوتلو وروسته، د کولرا د خپرېدو کنټرول يو بنسټيز لومړيتوب غوره کوي.
که څه هم په افغانستان کې د سږکال سيلابونه د تېرو کلونو په پرتله خورا زورور و، خو د کولرا د کومې پيښې د رامنځته کېدو خبر نه دى ورکړل شوى. سره د دې هم، ١٢٠ تنه د ننګرهار په ولايت کې په نس ناستې اخته شوي دي.
د هېواد د عامې روغتيا وزارت ډول ډول کړنې ترلاس لاندې نيولى څو د کولرا څخه په مخنيوي کې د مرستې په خاطر، د نس ناستې د خپرېدو په وړاندې چټک غبرګون وښيې.
تېر کال،د اوبا يوه پېښه د افغانستان په ختېځ او سهېل ختېځو سيمو کې لېدل شوې وه. د هېواد د عامې روغتيا وزارت په چټکۍ سره غبرګون ښودلى او په برياليتوب سره يې اوبا تر کنټرول لاندې راوستله.
کولرا (اوبا) څه ده؟
اوبا د کولمو يوه خطرناکه انتاني ناروغۍ ده چې د ککړو خوړو او يا اوبو له امله رامنځته کېږي. اوبا د اوبلن نس ناستې لامل شوې او ډېر ژر د وجود د اوبو د ضايع کېدو او د ناروغ د مړينې سبب کېداى شي. په دې ډول ناروغۍ کې قربانيان معمولاً د خواګرځي څخه هم رنځ وړي.
کولرا (اوبا) ولي ډېره په چټکۍ سره خپرېږي؟
اوبا په آسانۍ سره خپرېږي او د اخته کسانو شمېر ډېر په چټکۍ سره زياتېداى شي. په اوبا اخته کسان کولاى شي په ورځ کې د ١٠ ليترو زيات د نس ناستې مايعات رامنځته کړي. په هغو سيمو کې چې د روغتيا ساتنې اصول سم په پام کې نه نيول کېږي، کېداى شي نوموړي مايعات د اوبو بهېر ته د ننه شوي او پاکې اوبه چې د نورو کسانو لخوا کارول کېږي، ککړې کړي. د سيلابونو او وچکالۍ وروسته،خلک دې ته اړ کېږي ترڅو د ناپاکو او نه سمو اوبو څخه د څښکلو، مېنځلو او يا پخلي لپاره ګټه واخلي. تېر کال په افغانستان کې د اوبا خپرېدل د سختې وچکالۍ له امله وو.
آيا د افغانستان د عامې روغتيا وزارت د اوبا د خپرېدو په وړاندې چمتوالى لري؟
د هېواد د عامې روغتيا وزارت د کولرا د بستو زېرمې چې پکښې درمل او د مالګې محلول شامل دي، په واک کې لري. د هېواد د عامې روغتيا وزارت په ننګرهار کې د نس ناستې د خپرېدو په وړاندې د مالګې د محلول او د کوهيانو او اوبو د کلورېشن په خاطر د کلورينو په ګډون، د درملو په استولو سره چټک غبرګون څرګند کړ. د سختې شونې اوبا د خپرېدو په

صورت کې، د هېواد د عامې روغتيا وزارت همدا شان د کابل په انتاني روغتون کې د وبا د احتمالى خپريدو د ناروغانو لپاره ٤٠ کټونه چمتو کړي دي. تر اوسه پورې، دغو کټونو ته اړتيا نه ليدل کېږي. د کابل په ولايت کې يې په کوهيانو کې د کلورو اچول د بارانونو تر رارسيدو ډېر پخوا پيل شويدى چې دې کار هم د خلکو په خوندي ساتلو کې مرسته کړې ده. د عامې روغتيا وزارت همدا شان د پوهاوي د کچى د لوړولو يو ډله استولى ترڅو خلک د اوبا او نس ناستې د اخته کېدو څخه د خونديتوب په خاطر، معلومات ورکړى.
د خپلې کورنۍ د خوندي ساتنې لپاره بايد څه وکړم؟
يو د مهمو کارونو څخه دا ده چې د اودس ماتى وروسته او د خوراکي توکو د برابرولو وړاندې، خپل لاسونه په صابون پرېمنځۍ. همدا شان خوندي چمتوالى او د خوراکي توکو ساتنه ډېره مهمه ده. که چيرې تاسو شک لرئ چې د تاسو د کورنۍ يو غړى په کولرا اخته شوى، ژر تر ژره د روغتيايي څارنې په لټه کې شئ. ناروغ بايد د روغتيايي درملنې تر موندلو وړاندې، د پاکو اوبو او نورو غير خوږو مايعاتو لکه سوپ څښل پيل کړئ.



