
نثار احمد بهاوي دټکواندو په برخې کې افغاني اتل وروسته له هغه چې په آسیايی لوبو کې چې د چین په هیواد کې په لاره اچول شوی وو اتلولی ته ورسید د المپیک ۲۰۱۲ لوبو ته چې په پام کې ده په بریتانېې کې په لاره واچول شي چمتوالې نیسي.
نثار احمد بهاوي د هیواد هغه لوبغاړي ده چې په څو نړیوالو لوبو کې بریالیتوب ته رسیدلې .نوموړي هغه وخت نامتو شو چې دایران یو اتل ته ېې ماتې ورکړ. هغه په دی اړه وړاندی ووییل:"زه دخلکو په مرسته او هڅونې سره بریالی شوی یم. "
بهاوي کله چې لس کلن وو د ټکاوندو په لوبې ېې پیل وکړ. نوموړي څلور وروڼه او څلور خویندې لري.میرویس د بهاوي له وروڼو څخه ده چې هغه سره یوځای د ټکاندو په برخې کې ملتیا کوي.بهاوي له سلو څخه زیات بهرني او کورنیې لوبې کړي او له ۱۲ څخه زیات د سروزور مډالونه ترلاسه کړي دي.
نوموړي همدا رنګه د غوره لوبغاړي په توګه پیژندل شوی دی . نوموړي سربیره پردی چې هره ورځ خپل تمرین ترسره کوي نورو ځوانانو ته هم په دی ډګر کې روزنه ورکوي.هغه په دی اړه ووییل: "ما په مخدره توکو ټولو روږدو کسانو ته بلنه ورکړ چې سپورټ ته مخه کړي چې خپل هیواد ته ویاړ ورپه برخه کړي. "
دافغانستان ملي المپیک کمیټی چارواګې هیله څرګندوي چې دهیواد لوبغاړي وکوالای شی په راتلونکی کې خپل هیواد ته نور ویاړ هم ورپه برخه کړي.




list your property for Olympics 2012
rent out for the Olympics