د افغانستان دولت په ټول هېواد کې د پارکونو په جوړولو او بيا رغاونې بوخت دى. په ډېرى دغو پارکونو کې د ماشومانو لپاره د لوبو کولو ځايونه موجود دي.
په افغانستان کې يو زيات شمېر ماشومان د خپلو کورنيو لپاره د خوړو د برابرولو لپاره په کار بوخت دي، په داسي حال کې چې بايد ماشومانو ته ځينې وختونه موکه ورکړل شي، څو لوبې او ورزش وکړي، ځکه منظم فزيکي فعاليتونه د هغوى د ودې لپاره ډېر اړين دي.
فزيکي تمرينونه د جسمي او فکري روغتيا د ودې لامل کېږي. ماشومان د لوبې او ورزش پر مهال ډېر څه زده کولاى شي. ورزش د ماشومانو سره د ځان او نړۍ په ښه پېژندګلوي کې او همدا شان د احساساتو په څرګندولو، په ځان ډاډ او د خطر سره د مخامخ کېدو په ترڅ کې مرسته کوي. فزيکي تمرينونه د ماشومانو سره مرسته کوي، څو په ښه توګه خوب او آرام وکړي او هان د ځينو ناروغيو په وړاندي د هغوى د وجود مقاومت زياتوالى ومومي. ورزش همدا شان په نشه يي توکو د نه روږدې کېدو يوه غوره لاره ده. روږدوالى د افغانستان په ځينو برخو کې يوه ستره ستونزه بلل کېږي. په فزيکي تمرينونو سره انسان د روغتيا احساس کوي او د نشه يي توکو د کارولو ته هيڅ ډول ليوالتيا نه ښيي.
هغه ماشومان چې ورزش کوي پخپلو لوستونو کې بريالي وي، ځکه فزيکي تمرين د هغوى فکري ځواک لوړوي او د زده کړې د ودې لامل کېږي. هان د آسانه فزيکي تمرينونو له امله، په رياضي، لوست او د ياد کولو (حفظ) په برخه کې د ماشومانو د مهارتونو ښه والى په ډاګه شوى دى.
د لوبو او ډله ايزو ورزشونو لکه فوټبال او کرکټ د ترسره کولو پر مهال ماشومان، د نورو کوچنيانو سره ډله اېز کار او د مشرۍ کولو لارې چارې زده کوي. هغه ماشومان چې په ورزش کې وړتيا لري، کيداى شي په راتلونکي کې د خپلې لوبډلې مشران وټاکل شي.
د لوبو او ورزش په ټولو برخو کې د برياليتوب په موخه، ماشومان بايد هره ورځ فزيکي تمرينونه ترسره کړي. هغوى بايد لږ تر لږه يو ساعت فزيکي تمرينونه لکه منډې ووهي، خو دغه ټولې تمرينونه بايد په يوه وخت کې ترسره نشي. نوموړي فعاليتونه کولاي شي د ورځې په اوږدو کې په قدم وهلو، په کور کې د لوبې په کولو او د ملګرو سره د فوټبال په لوبو کې ترسره کړي.
لکه څرنګه چې په افغانستان کې ټولنيز او اقتصادي شرايطو وده موندلى دى، ګڼ شمېر ځوانان د دې موکه لري، څو په هېواد کې په ورزشي کلپونو او لوبډلو کې لوبې وکړي. د هېواد د ورزشي څانګې چارواکي هڅه کوي څو ځوانان وهڅوي چې د جسمي روغتيا له پلوه ځانونه چمتو کړي، په داسي حال کې چې هغوى بايد خپله ستره موخه چې د ښوونې او روزنې ترلاسه کول دى، هم پر مخ يوسي. فزيکي کړنې د:
• د روغمنې ودې
• د غړو او هډوکو پياوړتيا
• د مهاراتونو او وړتياوو وده
• د زړه پياوړتيا
• د فکري تمرکز د ودې
• او په ځان د ډاډ د زياتوالي لامل کېږي.




By Eismat ullah Katwazi