شکرالله هلمندى او زمرى ځلاند د نن ورځې تر ټولو غوره اتلان دي.
د هغوى ستر اندامونه د افسانوي اتلانو په څېر دي، خو د دښمنانو پرځاى هغوى سيالان لري. هغوى خپلو سيالانو ته د زيان اړولو پرته هېواد ته د وياړ راوړلو سبب کېږي او نړۍ ته د افغانستان ورزشي اتلان په ډاګه کوي.
ښاغلى هلمندى او زمرۍ د غړو د ښکلا ورزش کوونکي دي. د هغوى مټې د عادي خلکو تر ورون سترې دي او د هغوى د نس غړي لکه تخته او پښې ې د ونې د تنې په شان دي.
په سهيلى آسيا کې د غړو د ښکلا په اتلوليو کې تر ګډون وروسته چې په بوتان هېواد کې ترسره شوې، دا اتلان بېرته خپل ولايت هلمند ته راستنې شوې.
په هغو مراسمو کې چې د دغو اتلانو د هرکلي په خاطر د هلمند ولايت د لښکرګاه ښار د کرزي په ورزشي لوبغالي کې ترسره شول، هلمندي او زمري وويل چې هغوى هيله من دي څو د هغوى برياليتوب افغان ځوانان وهڅوي څو ورزش ته مخه کړي او د نشه يي توکو پرته يو روغمن ژوند غوره کړي.
ښاغلي هلمندي وويل:"ما دا ورزش ځکه پيل کړ څو ښه روغتيا او ښکلى وجود ولرم او يو اتل شم."
برياليتوب د زيار او حوصلې زېږنده ده. ښاغلي شکرالله چې پدې وروستيو کې د افغانستان د ښاغلي په توګه وټاکل شو، د ١٥ کلونو راپدېخوا ورزش کوي. په يوه عادي ورځ کې، نوموړى تر پنځو ساعتونو زيات تمرين کوي.
نوموړي زياته کړه: "زما برياليتوب په ډاګه کوي چې افغان ځوانان غښتلي او پياوړي دي."
ښاغلي زمري وويل، کوم د سرز زرو مډال چې هغه ترلاسه کړى، نه يواځې د ده، بلکې د ټول افغانستان لپاره دى. نوموړي وويل:" اوس نړۍ پوهېږي چې افغانان سره د دې چې د عصري توکو د نشتوالي سره مخ دي، کولاى شي مډالونه ترلاسه کړي."
دواړه ورزش کوونکي بشپړ باور لري چې افغان ځلميان د ژوندانه سمې لارې چارې ته اړتيا لري او بايد د نشه يي توکو څخه لېرې واوسي. چرس او نور نشه يي توکي د انسان دښمنان دي. نوموړي زياته کړه:" که چيرې موږ سمه روغتيا او پياوړى وجود ولرو، نو لا ښکلى ژوند به ولرو. په زيار اېستلو سره هر څه ترلاسه کېدلاى شي."
د هلمند والى ګلاب منګل او د هغه ولايت د المپيک آمر عصمت الله مسلم د بدن د ښکلا د سياليو ګټونکي شکرالله هلمندي ته مډال ورکوي.



