Tue05222012

Last update12:00:00

Font Size

Cpanel

افغاني لوبغاړي هڅه کوي ترڅو نړیوال بریالیتوبونو ته ورسیږي

  • PDF

دطالبانو د حکومت له راپرځیدو وروسته په دی تیرو لسو کلونو  ډیربدلونونه رامنځته شویدي.
موږ د روغتونونو ، شوونځیو ، سړکونو او پلونو د رغاونې شاهدان یو.

سربیره پردی افغانستان په دی توانیدلې ده ترڅو په آسیا کې د لوبو په ډګر کې دیوې ځواک په توګه ځان وپیژنی. دا دومره آسانه نده ، دوي وکوالای شول د بودیجې، غیر معیاري توکیو ، دبلواګرو دګواښونو سره سره ډیروبریاو ته ورسیږي. بریالیتوب د پیسو په زور نه ترلاسه کیږي خو هغه ویاړ چې په کورنی او نړیواله کچه ترلاسه کیږي پیسو سره نه پرتله کیږي.

دهیواد ټول وګړي د کرکټ ملي لوبډلې په اړه څه ناڅه مالومات لري. دا نا پیژندل شوی ځواک چې د لومړي ځل لپاره په ۲۰۰۱ زیږدیز کال کې راپورته شوه له یوې لسیزی څخه په کم وخت کې په نړیوال کرکټ کې د سندریلا لوبډلې(افسانوي اتل) نوم وګاټه. دافغانستان د کرکټ ملي لوبډله په تیرو دوه کلونو کې د نړیوال کرکټ شورا له وتلو ډلو شمیرل کیږي چې آیرلند، کاناډا او سکاتلند ېې له اټکلیزه توګه ۴۰ کلن تجربې سره ترشا پرېښې ده.

دغه بریاوی په هیواد کې د ټولو ګډوډیو ، ددی لوبو په وړاندی دخلکو سوړ غبرګون او سیال لوبډلو ته د کوربه توب وړتیا نه درلودلو او لږ بودیجې سره سره له معجزی کمه خبره نده.

Afghan Soccer team وروستي ارزونې ښیی چې دافغانستان د کرکټ ملي لوبډلې ډیر شمیر لوبغاړي په پاکستان کې چیرته چې دوي دغې لوبې ته مخه کړی او تجربې ېې ترلاسه کړي دي لوي شویدي. دکرکټ ملي لوبډلې مشر نوروز منګل cricinfo.com سره په خپل وروستي مرکې کې وییلي دی چې دکرکټ ډلې بریا افغانان یاد لوبې ته وهڅول. هغه وړاندی ووییل:" کله چې موږ له پاکستانه بیرته خپل هیواد ته راستانه شو او دکرکټ لوبه مو وکړ نو هیڅوک هم ورسره مینه نه درلود تر دی چې آن هیڅوک هم نه پوهیده چې موږ کومه لوبه کوو.په ریښتیا چې د هیڅوک د منلو وړ نه وو.

خو کله چې بهرني سیالی مو وګټل او د کرکټ نړیوال شورا غړیتوب مو ترلاسه کړ دخلک پام کرکټ ته واوښت. ښاغلی منګل وړاندی ووییل:" خلک زموږ په بریا کې دویاړ احساس کوي. اوس د کرکټ د لوبغاړو نومونه دهیواد په ګوډ ګوډ کې په لارو او کوڅو کې یادیږي. دیوې لوبغاړي په توګه خپل هیواد ته له بریالیتوب پرته کوم بله هیله نلرو. اوس خلک د هیواد دکرکټ په لوبډلې دومره ویاړي چې خپلو ماشومانو ته کریم صادیق یا د کرکټ د لوبډلې بل لوبغاړی نوم ورکوي. ډیر خلک د شپې لخوا د راډیو له لاری زموږ دسیالیو په اړه خبرونو ته غوږ نیسي، آن داسې کسان چې د کرکټ په لوبه هم نه پوهیږي خو بیا هم زموږ د بریا لپاره دعا کوي. "

دافغانستان دکرکټ ملي لوبډلې مهال ویش د سږ کال او راتلونکي کال لپاره دبیلابیلو سیالیو لپاره ډک دی . دهیواد دکرکټ لوبډله سره له دی چې د روان کال په ترځ کې له بیلابیلو بریاو څخه خوند اخیستې دی خوپه ټرینیډاد او ټوباګو شل اوریزو لوبو کې بریا چې د کوربه هیواد کاناډا په وړاندې یوه ورځینې نړیوال سیالیو کې ترلاسه شوه همدا رنګه د لویو وچو په کپ کې بریا دپام وړ وو. په سپټمبر کې دویسټ اندیز په وړاندی لوبه چې په وروستي بال کې ېې سیال لوبډلې ته ماتې ورکړ دا ېې ثابته کړه چې دوي کوالای شي په خپل ځواک او وړتیا سره بریالی شي.

په لنډو لوبو کې ټرینیډاډ دنړی یو له غورو هیوادونو ګڼل کیږی. دغه لوبډله دلویو وچو په سیالیو کې دکرکټ د نړیوال شورا لوبډلې په توګه د کاناډا په وړاندی بریالیتوب ثابت کړ چې کوالای شي په اوږد اوریزو لوبو کې هم ځانته ځانګړی ځای جوړ کړي. په راتلونکی کال کې د کرکټ نړیوال جام ته چې په پام کې ده په آسټرالیا کې په لاره واچول شي د غوراوي سیالیو کې د تنکي ځوانانو د لوبډلې بریا په شان داسې ډیر بریالیتوبونه شته چې په دی ډګرکې د افغانانو د خوښې لامل ګرځی. دبدن ښکلا خو هغه لوبه ده چې له ډیر پخوا وختونو نامتو دی. ددی لوبې مینه وال یوازی د طالبانو په وخت کې یو څه وزورول شول که نه نود لوبو به دی څانګې کې ډیر شمیر ستوری دهیواد اونړی دبدن ښکلا لوبو په آسمان کې ځلیږي. څو کاله مخکې محمد عثمان انوری هغه وخت نامتو شو چې په ۲۰۰۶ کال کې ېې د اطریش د ښاغلی لقب ترلاسه کړ. یو کال وروسته ېې په نړیوالو سیالیو کې پنځم مقام وګاټه. نوموړي اوس په ویانا کې د بدن ښکلا یو وتلې روزونکی دی .

هلمند په تیرو څو کلونو کې د بدن ښکلا برخې کې دمشال حیثیت غوره کړی ده. شکرالله هلمندي ، زمری ځلاند او حمیدالله شیرزی ټول هغه هلمندیان دي چې تیر کال د سهیلي آسیا په سیالیو کې چې د جوالای په بوتان کې په لاره اچول شوي وو دطلا مډالونه ترلاسه کړل. ښاغلي هلمندي په دی وروستیو کې دچینل فور په نامه یو ټلویزیون سره په خپل مرکې کې وییلي:" خلک له جګړې ستړی شوي غواړي له لوبو خوند واخلي . لوبې تاسو ته آرامتیا در بښي.دکابل ځوانان غواړي چې ښکلې بدن ولري. دوي دا کار د نجونو دخوشحالولو لپاره نه کوي، که له ټولو دا خبرو تیر شو نو موږ مسلمانان یو او غواړو چې روغ او اتل واوسو. "

تیر کال دآسیايی هیوادونو ترمنځ د زورخانه یی په اتلوليو کې چې د منګلولیا په هیواد کې جوړه شوی وه افغانستان لومړی مقام ترلاسه کړ. دغې بریا ته درسیدو لپاره دافغانستان ترټولو پیاوړی لوبغاړی علی رضا رفیع زاده ۱۲۵ کیلوګرام وزن سره د۳۷۵ کیلوګرام وزن په پورته کولو سره مخکښ وو. همدا رنګه د سرو زرو ګټونکي محمد نادر مجددی ۱۰۰ کیلوګرام وزن سره ، جمال عرب ۶۷ کیلوګرام وزن سره او علي احمد شهابی ۶۰ کیلوګرام وزن سره چې ټول د نیمروز ولایت اوسیدونکي دي هم نوموړی سره په دی سیالیو کې مل وو.

دغه کسانو په خپل هیواد کې له ځانګړو جامو او ساتونکو توکیو پرته تمرین کوي. سره له دی چې د ژوبلیدو شونتیاېې ډیره زیاته وه خو دوي په کورني او بهرني سیالیو کې د پام وړ بریالیتوب ترلاسه کولولپاره خپلو هڅو ته دوام ورکول.

خو نوموړي ته د نورو هیوادوالو په شان دغه بریالیتوبونه ډیر لږ مالي مرسته کړی ده. هغه ته په دی ډګر کې په ملي او ولایتی کچه کومه مالي مرسته نده شوی. هغې په دی اړه داسې ووییل:" ما دافغانستان لپاره د سرو زرو مډال ترلاسه کولو لپاره ډیر درانه تمرینونه وکړ. زه د یوې کورنې خاوند هم یم چې باید ځینې پالنه وکړم ،چې دا کار یوازی د لوبو له لاری شونې نده. هیله مند یم چې حکومت دی ته یوه لاره وموندي او په دی ډګر کې ما سره مرسته وکړی. "

World Cricket Cupدهلمند والي ګلاب منګل هغه حکومتي چارواګي دی چې په دی باور دی چې باید له بریالیتوب ستاینه وشي.

نوموړي د تیر کال په ترځ کې ددی ولایت یو شمیر اتلو لوبغاړو ته دکور جوړونې لپاره یوه ټوټه ځمکه د انعام په توګه ورکړل.

ددی ځمکو نیکمرغه ترلاسه کوونکي د وشو لوبغاړي مستو خان، د کاراتې لوبغاړې نصرت الله نصرت، د بدن د ښکلا اتل عزیز احمد هلمندی او د فوټبال لوبغاړې سید باقر آغا دي.

څلویښت کلن روح الله نیکپایی لا دمخه یو وتلې افغانی لوبغاړې دی چې د۲۰۰۸ المپیک سیالیو کې چې دچین هیواد په بیجینګ کې جوړۍ شوې وې په ټکواندو کې د نړې اتل جوان انټنیو راموس ته دماتې په ورکولو سره دبرونز مډال ترلاسه کړ. نوموړي څخه په کابل کې د ملي اتل په توګه هرکلې وشو. ولسمشر حامد کرزي نوموړي ته ددی بریا په خاطر یو کور د انعام په توګه ورکړ. هغه ته دیو سوداګر لخوا یو موټر او همدا رنګه دیو مخابراتي شرکت مشر لخوا ۱۰۰۰۰ ډالره نقدي انعام هم ورکړل شو.

اوس چې په راتلونکي کال کې دلندن المپیکي سیالیو په اړه خبری کیږي، نو نیکپایی ورته دولس هیلو سره سم بشپړ چمتوالې لري. هغه خپلو تمرینو ته دوام ورکوی. هیله کیږي چې له نوموړي څخه په دی ډګر کې نورملاتړ هم وشي.هغه وايی " موږ نشو کوالای د خپل هیواد اتلان د نورو هیوادونو سره پرتله کړو. موږ ډیرې ستونزی لرو. موږ ښه تنخوا ، ټرانسپورټ او خواړه نلرو. موږ د آسانتیاو له کموالې سره مخامخ یو او د ورځیني تمرینونو لپاره هم داسې سمبال کلپونه نلرو. " هغه وړاندی زیاته کړه: "که د تمرین لپاره له هیواد څخه بهر ته ولاړ شو نو ډاډمن یم چې ښه پایلې به ترلاسه کړو. دا آسانه نده چې په المپیکي لوبو کې ګډون وشي. ځوانان دغې موخې ته د رسیدو لپاره ډیر زیار باسي. دوي غواړي چې دافغانستان بیرغ ورپوي ترڅو زموږ هیواد په ټول نړې کې وپیژندل شی. " په افغانستان کې دمقام ترلاسه کول دومره آسانه خبره نده. نیکپایی ونشو کوالای د۲۰۰۸ کال په لوبو کې د خلکو هیلې پوره کړی. خو د لندن په المپیکي سیالیو کې به دنړی ټکوانډو ته دهغه وړتیا مالومه شی.

په تیر کال کې د سهیلي هیوادونو په اتلولیو کې دیو شمیر مډالونو په ترلاسه کولو سره دا یوه روښانه خبره ده چې نور نو ددی هیواد لوبغاړي به دځای پرځای شویو چاودیدونکو توکو، بلواګرې او مالي ستونزو سره سره ترشا پاتې نشي.

 

نوشتن نظر
Your Contact Details:
نظر:
:D:):(:0:shock::confused:8):lol::x:P:oops::cry:
:evil::twisted::roll::wink::!::?::idea::arrow:
Security
کد آنتی اسپم نمایش داده شده در عکس را وارد کنید.

!joomlacomment 4.0 Copyright (C) 2009 Compojoom.com . All rights reserved."