
دفراه ولایت ځوانانو نندارې ته دخپلو سپورټي وړتیا وړاندی کولو اوسیالیو سره دحکومتي چارواګو څخه دلوبغالي جوړولو پخاطر او ددی ولایت له بزګرانو څخه چې دکوکنارو نه کرلو سره ېې نوموړي ولایت ددی جوګه کړ ترڅو ددی لوبغالې مالي لګښت ترلاسه کړي خپل خوښی څرګند کړل. هغه مراسم چې ددی لوبغالی درغاونیزو چارو دپرانیستلو په ویاړ جوړه شوی وه ډیر په زړه پوری ، خوندور او پرتمینه وه.
دملي المپیک کمیټې مرستیاله فرشته فراهی وايی " دغه لوبغالې به په فراه او ګاونډي ولایتونو کې دځوانانو له سبورټي فعالیتونو څخه د ملاتړ په خاطر خوندي آسانتیاوی برابرې کړي. "
دغه لوبغالې دفوټبال، کرکټ والیبال، باسکتبال او د زغاستې لوبغالو په درلودلو ګڼ شمیر آسانتیاوو سره په نظر کې نیول شوی دی . پدې لوبغالې کې دمیلمنو لپاره د ځانګړي برخې په ګډون په یو وخت کې د ۳۰۰۰ لیدونکو لپاره بشپړ ځوکې په نظر کې نیول شویدي.
د 860000 امریکايی ډالرو په ارزښت ددی لوبغالې د رغاونې پریکړه هغه مهال د ولایتي پرمختیايی شورا لخوا ونیول شوه چې نوموړي ولایت دکوکنارو د کرکیلې دکچې ټیټوالې لپاره د نیشه يی توکو په وړاندی دمبارزی خپرونې ښه پلي کولو پخاطر له ۲۰۰۹ څخه لس سلنه زیات انعام ترلاسه کړ.
دهیواد ټول ولایتونه کوالای شي دغه انعام دنیشه يی توکو په وړاندی دمبارزی وزارت دکوکنارو د کرکیلې په مخنیوی کې د غوره کړنو د خپرونې له خوا چې په نړیواله کچه ځینې ملاتړ کیږي ترلاسه کړي.
هر هغه ولایت چې وکوالای شي له کوکنارو څخه تش وپيژندل شي او یا له کوکنارو څخه خپل تشوالې وساتي هر کال یو میلیون ډالر ترلاسه کړي. هغه ولایت چې وکوالای شي دکوکنارو کرکیله لس سلنه راټیته کړي د هر هکټار ځمکې پر سر به ۱۰۰۰ امریکايی ډالر مرسته ترلاسه کړي.
دنیشه يي توکو په وړاندی دمبارزی وزارت وايي چې دهیواد ۱۷ ولایتونو ته یو میلیون ډالره ورکړل شویدي، ځکه په تیرو ۱۲ میاشتو کې د کوکنارو له کرکیلې څخه تش پاتې شوي دي.
په دی ۱۷ ولایتونو کې بامیان، بلخ، غزني ، غور، جوزجان، خوست ، کندز، لوګر ، نورستان، پکتیا، پکتیکا، پنجشیر ، پروان، سمنګان، سرپل، تخار او میدان وردګ ګډون لري.
دزابل ، دایکندي ، بادغیس ، کندهار او فراه ولایتونو په ګډون پنځه ولایتونه به په دی ډګر کې دخورا زیاتو هڅو پخاطر هر یو ۶۷۰ زره ډالره ترلاسه کړي.
دکوکنارو کرکیله د اسلام له نظره حرام دی خو تراوسه هم د هیواد په یوشمیر برخو کې کرل کیږي او دخلکو سوله اییز ژوندانه چې له لسیزو جګړو وروسته دهغه وړ دي له خنډ سره مخامخ کوي.
د کوکنارو د تولید فابریکې دوژونکو او دسولې د دښمنانو د عایداتو سرچینه ده چې له همدی لاری پر کلیو ترهګریز بریدونه کوی، د سړک پرغاړی بمونه ځای پرځای کوی ، بیوزله خلک وژني او کلیوال اړ باسې ترڅو داسلام ضد عمل باندې چې هغه د کوکنارو کرکیله ده لاس پورې کړي.
کوکنار داسې ناوړه بوټې ده چې ډیر ویجاړونکی اغیزه لری ، دارزښتناکو غلو دانو کرکیله راټیټوي او دخوراکي توکو خوندیتوب له منځه وړي او آن په بازارونو کې د خوراکي توکو بیه لوړوي. کوکنار دهیواد پر صادراتو ډیر زیات اغیزه لري او دپانګه اچونې فرصتونو ته زیان رسوي. دنیشه يي توکو استعمال دکوکنارو یو له بلو زیانونو څخه دی چې رامنځته کیږي ، د درملو بیه لوړیږي ، ټولنه د بیوزلې په لور کاږي او وروستې چې ترټولو زیات زیانمنونکی دی هغه دا ده چې کورنې د خپلو خواخوږو په ویر کې کښینوي.
دکوکنارو ناوړو معنوي پایلو باندی چې تردی مخکې هم زموږ د دیني عالمانو او مشرانو لخوا په وار وار ورباندې خبري کړي موږ ټول پوهیږو. " د اسلام سپڅلي دین له نظره د کوکنارو کرکیله او تولید حرام دی، نو دیوه ښه مسلمان په توګه باید موږ ددی زهرجن بوټی له کرکیلې او تولید لاس واخلو. "دغه خبره په کاپیسا ولایت کې یو تن حکومتي چارواګي بزګرانو ته په خپل وینا کې څرګند کړ.
له 2007کال راپدیخوا د نیشه يی توکو په وړاندی دمبارزه وزارت د هیواد بیلابیلو ولایتونو ته کابو ۱۶۰ میلیونه ډالره مرسته کړیده. له دی مرستو څخه د هیواد ټول وګړي او چارواګي د بیلابیلو ټولنیزو او کرهنیزو پروژو په لاره اچولو سره برخمن شویدي . هغه پروژې چې له دی پیسو په لاره اچول شوي د ټراکټورونو پیردول ، د تود خونو، ښوونځیو، کلینیکونو او لوبغالو رغاونې ګډون لري.
دا په داسې حال کې ده چې د فراه ولایت نوی لوبغالې چې په ۳۴ جریبه ځمکه کې رغول شوی دی د فریدون کلا په پرتله چې د فراه ولایت ترټولو ستر او لرغونې کلا ده چې د ستر الکساندر په وخت کې جوړه شویده لویه ده.
دنیشه يی توکو په وړاندی دمبا رزی وزیر زراراحمد مقبل ووییل: " هیله مند یم چې د داډول لوبغالي او دلوبو آسانتیاوی زموږ ځوانانو ته دوخت تیرولو او سیالیو غوره آسانتیاوې برابرې کړي.
دا دفراه ولایت سلګونو تنو لوبغاړو ته غوره آسانتیا بلل کیږي چې کوالای شي ځینې خوند واخلي.
اوس ددی وچ او لرې پرتې سیمې ددوبي اوږدې میاشتې خپل ځای سوړ هوا ته ورکړی ، ددی لوبغالې کبلې ورځ په ورځ پیاوړي او زرغونیږي چې ورسره د منډو لپاره ښه ځای برابریږي.
ددی لوبغالې دجوړولو انتظار له ډیر وخت کیده خو دادی ددی ارزښت ېې هم درلود.



