23
Tue, Jul

پنتاګون: لوړپوړي القاعده ډلمشر قاري یاسین په پکتیکا کې وژل شوی

East
Typography


د امریکا متحده ایالاتو دفاع وزارت یا پنتاګون وایي د القاعده ترهګرې شبکې یو لوړپوړي قوماندان قاري یاسین د افغانستان په سویل ختیځ پکتیکا ولایت کې وژل شوی.

al qaeda leader killed in Afghanistan
د پنتاګون له خوا په خپرې شوې خبرپاڼې له مخې، قاري یاسین د مارچ په ۱۹ نیټه کې د یو هوایي برید په پایله کې ووژل شو.
خبرپاڼه زیاتوي، چې قاري یاسین د بلوچستان اصلي اوسېدونکې وه او د لسګونو عام وګړو او د دوه امریکایي سرتیري په وژنو کې لاس درلود.
د پنتاګون په وینا، قاري یاسین په ۲۰۰۸ کال کې په اسلام اباد کې پر ماریوټ هوټل برید او په ۲۰۰۹ کال کې د پاکستان په لاهور ښار کې پر سری لنکا کرکټ لوبغاړو برید کې هم لاس درلود.
د امریکا دفاع وزیر جېم مېټس وایي، د یاسین وژنه “یو ښه دلیل دی چې ګني ترهګر د اسلام نوم بدوي او په لوی لاس ولسي وګړي په نخښه کوي او دوی له عدالته پښې سپکوي.
پکتیکا د افغانستان په ختیځ کې له پاکستان سره ګډه پوله لري چې د هېواد له نسبتاً ناامنه او د طالبانو او حقاني شبکې د جنګیالیو د فعالیت سیمه ګڼل کېږي.