18
Tue, Dec

پکتیا کې د کتاب د ورځې په وياړ د کتابونو لوى نندراتون جوړ شو

Culture
Typography

پکتیا کې د کتاب د ورځې په وياړ د کتابونو لوى نندراتون جوړ شو. په همدې مناسبت غونډه کې وینا والو ،ټولنيزو رسنيو کې د بوختياوو تر څنګ د کتاب مطالعه هم مهمه وبلله دوی ،له حکومت او په ځانګړې توګه له اطلاعات او فرهنګ رياست څخه د کتاب مطالعې په برخه کې د اسانتياوو غوښتنه کوي.

 

PIC 4

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

نوموړي زياته کړه چې په دې وروستيو کلونو کې په دغه ولايت کې د پخوا په پرتله د کتاب لوستونکي پنځوس سلنه زيات شوي دي.

د هغه په وينا، د کتاب اوونۍ د لمانځنې په موخه یې ياد نندارتون د دوه ورځو لپاره جوړ کړی او په پام کې لری چې په نږدی راتلونکی کې د اخبار او کتاب مطالعی په موخه دوه سمینارونه هم جوړ کړی .

په غونډه کې وینا والو د کتاب او مطالعی په ارزښت خبری وکړی ،یو شمېر د پوهنتون محصلینو د کتاب په اړه جوړې کړې مقالې ولووستلې .

د پکتیا یو تن دینی عالم قاری خواجه الدین حق بیان مطالعه د انسان د پرمختګ، ښوونې او روزني د لوړوالي، معلوماتو ته د لاسرسي، د فکري رغونې او دې ته ورته نورو اړخونو لپاره خورا ګټوره وبلله او له ځوانانو یې وغوښتل ، چې د اجتماعی رسنیو لکه فیسبوک ، ټویټر او نورو ترڅنګ د کتاب لوستنې ته ډیره مخه وکړی ترڅو د کتاب مطالعې دود ژوندی وساتل شی.

په غونډه کې علمی شخصیت استاد احمد جان فیضی د کتاب لوستنې اونۍ په مراسمو کې وويل ،چې زموږ د ټولنې وګړی ځکه وروسته پاتې دی ،چې لوى لامل يې بې سوادي، له کتاب او مطالعې څخه لرې والی دی.

نوموړي زياته کړه، هغه ټولنه چې علمي پانګه ونه لري، نو وګړي به يې وروسته پاتې وي، نو لازمه ده چې په دې برخه کې نوی نسل کتاب لوستنې او مطالعې ته وهڅول شي، څو د علم پر بنسټ بسټيز پرمختګ رامنځته شي.

وینا والو له حکومت او په ځانګړی ډول د اطلاعات او فرهنګ له ریاست نه غوښتنه وکړه څو په دغه ولایت کې د کتاب مطالعی په برخه خلکو ته عامه پوهاوی ورکړی .

د پکتیا څوتنو اوسېدونکو چې د کتاب د اوونۍ په نندارتون کې يې ګډون کړی و، وويل ،چې کتاب د انسان د ژوند تر ټولو ښه ملګری دی چې په ملتيا يې انسان د پرمختګ پر لور ګام اخيستلای شي.

دوی وویل ،چې په پکتيا کې د کتاب سره د خلکو بې کچې مینه ده او له مسولینویې وغوښتل چې د کتاب د نندارتونو لړۍ دې ولسوالیو ته هم وغزوي ، ترڅو د کتاب مطالعې دود عام شی .

د دغه نندارتون نندارچیان،چې شمېریی لس ګونه ته رسېده د کتابونوننداره وکړه ، یوبل ته یی بېلابېل کتابونه هم ډالۍ کړل .