برېښنا او اوبه

Typography

د برېښنا کوچني توربينونه ١٠٠ کيلوواټه برېښنا توليدوي چې د ٣٠٠ ‏کورنيو اړتيا پوره په افغانستان کې د برېښنا د شتون لړۍ ١٢٧٣ لمريز کال ته رسېږي چې په هغه ‏وخت کې د برېښنا جنراټور د هغه وخت په شاهي ماڼۍ کې ودرول شو. ٢٠ کاله ‏وروسته، په جبل السراج کې د ١٥٠٠ کيلوواټو په وړتيا د اوبو د برېښنا يوه فابريکه ‏جوړه کړه.

له هغه وخت څخه وروسته د برېښنا د توليد د لويو بندونو د جوړولو لپاره ‏هڅې پيل شوې. ‏

خو ددې ټولو پروژو سره سره، د افغانستان څه ناڅه ٨٠ سلنه خلک چې په لېري ‏پرتو سيمو کې ژوند کوي د برېښنا د نعمت څخه بې برخې دي او تراوسه پوري د ‏رڼا لپاره د تيلو او د کورونو د تودولو او پخلي لپاره د لرګيو او ډبرو د سکرو څخه ګټه ‏اخلي چې نوموړي توکي د لوګيو ترڅنګ ناوړه بوى رامنځته کوي چې ټولو ‏ته زيان رسوي.

هغوى ته د برېښنا د توليد بله ښه سرچينه، جنراټورونه وو چې ‏هغوى ته ګران او د ډاډ وړ انرژي نه وه. ‏

د اوبو په مرسته د انرژۍ ترلاسه کول زرګونه کاله مخکي د ژرندو د چلولو لپاره ‏ګټه اخستل شويده. د اوبو په مرسته د څرخونو چلول هم کولاى شي برېښنا جوړه.

د دغو څرخونو ضد، د اوبو کوچني توربينونه چې کوچنۍ بڼه لري، پاکه ‏انرژي، لږ غږ او نوي کېداي شي. د دغو توربينونو د انرژۍ څخه کولاى شو د ‏کورونو د رڼا او تودولو، د تلوېزيونونو او کمپيوټرونو د کارولو او آن د يو ورکشاپ ‏او کوچنۍ فابريکي لپاره ګټه واخلو. ‏

له ټولو څخه مهمه دا چې د اوبو د برېښنا دا کوچني توربينونه د يوځانګړي کلي او ‏يا يوشمير کليو لپاره جوړېږي چې د ګټه اخستونکو شمېر يې معلوم وي.

هرڅوک ‏کولاي شي کومه ټاکلي انرژى چې لګوي يې د هغي لګښت پري کړي. خو په ښارى ‏سيمو کې هغه پيسې چې د برېښنا د ګټه اخستونکو څخه راټولېږي د برېښنا د توليد ‏د مرکزونو د بيارغونې او د پرزو په بیرودلو باندي لګول کېږي. ‏

د اوبو د وړو بندونو د جوړولو پروژه د ١٣٧٩ کال په نيمايى کې د بغلان، بدخشان، ‏کنړ، ننګرهار، پروان، پنجشير، وردګ او باميانو په ولايتونو کې پيل شوه.

ددي ‏پروژي مرسته ورکوونکي نړيوال بانک، ملګري ملتونه، متحده ايالات او د جرمنى ‏او جاپان هېوادونه دي. ‏

په کال ١٣٨٦ کې د متحده ايالاتونو د پوځ د انجينيرى څانګي د کابل انرژۍ شرکت ‏سره د اوبو د کوچنيو توربينونو د جوړولو تړون لاسليک کړ چې له امله به يې په ‏اوو ولايتونو کې ١٠٥ توربينونه جوړ کړي.

يو له هغو کليو څخه چې ددي پروژې ‏څخه يې ګټه اخستي د ننګرهار ولايت د دره نور ولسوالۍ د دودرک کلى دي چې د ‏دوو غرونو په منځ کې پروت دى. ‏

يوه برخه اوبه د اوبو کوچني بند ته اړول شويدي او ددي کلي اوسيدونکو د اوبو د ‏زېرمه کولو لپاره کوچنۍ زيرمي کېندلي دي.

دا لښتي ٦٠ کيلو واټه برېښنا توليدوي ‏چې د دودرک کلي د ١٥٠ کورنيو د برېښنا اړتياووى پوره کوي او ژرندي، د مربا ‏چارځاى او د ترکاڼۍ يوورکشاپ ته برېښنا برابروي. ‏

پدي وروستيو کې، د اوبو او انرژۍ وزارت او د جرمني د پراختيايى مرستو ‏موسسي ‏‎"‎جې ټي زيټ‎"‎‏ کليوالي سيمو ته د انرژى د برابرولو د پروګرام سره د ‏شپږو ميليونو ډالرو په ارزښت مرسته وکړه چې د بدخشان ولايت د جرم په ولسوالۍ ‏کې د برېښنا يو کوچنى بند جوړ کړي. ‏

د جرم ولسوال دولت محمد په وينا، پدې مرستې سره به د برېښنا دا بند ١.٣ ميګا واټه ‏برېښنا توليد کړي چې د ٦٣ زره کورنيو، ١١٠ دولتى ادارو او ٦٤٥ سوداګريزو ‏سيمو ته د برېښنا انرژي برابره کړي.‏

هغه وويل:‏‎" ‎‏ که له خلکوڅخه پوښتنه وکړئ چې ډېره مهمه پروژه هغوي ته کومه ده د ‏هغوي ځواب به برېښنا وي. خلک امنيتي ستونزي لري، که چېري اوبو سره ستونزه ‏ولري هم ژوند يې تېرېږي. خو که چېري هغوي يوه شپه هم برېښنا ونلري، دوى ‏ټول ماته مراجعه کوي.‏‎"‎‏ ‏