د اسلام په نوم د بيگناه کسانو وژنه

Typography

ANA

په دې وروستيو کې د آزادۍ غږ د دفاع وزارت د فرهنګى او عقيدتي چارو د رئيس جنرال محمد امين نصيب سره مرکه کړې څو د اسلام د ستر پيغمبر(ص) د يوه  تن اصحابي خالد بن وليد د ژوندانه او کړنو په هکله او هم د سولې د دښمنانو په وړاندې د افغانستان د اسلامي جمهوريت مبارزه د هغه وخت او لاسته راوړنو سره پرتله کړي.

د آزادۍ غږ : مهرباني وکړئ  د اسلام د سپهسالار خالد بن وليد د ژوندانه او لاسته راوړنو په هکله معلومات ورکړئ؟
جنرال امين نصيب: ترټولو د مخه مهمه ده  څو په ياد ولرو چې د اسلام موخه جګړه  نه بلکې د سوله ايزې لارې د اسلام سپيڅلي دين ته د نورو رابلل دي. خالد بن وليد يو داسي صحابي و چې خپل ژوند يې د اسلام خپرېدو ته ځانګړى کړى و. کله چې هغه د اسلام په دين مشرف شو د کيفيت او کميت له پلوه  او همدا شان اسلام دين ته د کفارو د رابللو په وخت کى د مسلمانانو په چلند کې ستربد لونونه رامنځ ته شول. هغوى به يواځې هغه مهال چې د غير عادلانه چلند  سره مخ کېدل د اسلام د سپيڅلي دين د لارښونو په چوکاټ کې د ځواک څخه کار اخيست. له همدې کبله خالد بن وليد د سيف الله  او يا  د ذوالفقار په نوم شهرت وموند. 
د آزادۍ غږ: ستاسي نظر د دې په اړه چې د افغانستان دښمنان د خالد بن وليد له نوم څخه د ترهګرۍ او د افغانستان د خلکو په وړاندي په وژنه کې  ناوړه ګټه اخلي، څه دى؟
جنرال محمد امين نصيب: د افغانستان د دښمنانو کړنې نشي کيداى د خالد بن وليد له شخصيت سره پرتله شي، ځکه د اسلام د سپيڅلي دين موخه له تورتمونو، ځورونو او وژنو  څخه د خلکو ژغورل دي. خالد بن وليد د اسلام د سپيڅلى دين د خپراوي په موخه  بيګناه خلک ندي وژلي او سرتيرو يې هيڅکله ځانمرګي او ترهګريز بريدونه ندي ترسره کړي. کله چې خالد بن وليد به د اسلام سپيڅلي دين  ته د خلکو د رابللو لپاره خپل سرتيري استول ، تل يې دې ټکي ته پام وو چې بيګناه کسانو ته زيان ونه رسيږي او ونه وژل شي. نوموړي به دې ته هم پام کاوه  چې ښځو ، ماشومانو او سپين ږيرو ته زيان ونه رسيږي او آن دې ته به يې هم اجازه نه ورکوله څو هغو کسانو ته زيان ورسېږي  چې به مسلمان هم نه وو او په خپلو عبادت ځايونو کې په عبادت بوخت وو.
نشو کولاى د خالد بن وليد نوم او ژوند له هغو کسانو سره چې ملکي وګړي او ديني مشران  وژني  او همدا شان هغه کسان چې  پر جوماتونو برېدونه کوي، ملاامامان وژني، پر ښوونځيو بريدونه کوي او زده کوونکي يې وژني، 
پرتله کړو.
د آزادۍ غږ : ستاسو په اند ولي د افغانستان دښمنان غواړي چې د اسلام دا شان وتلي شخصيتونه بدنومه کړي؟
جنرال محمد امين نصيب :  د سولې  دښمنان غواړي د دې ډول سپيڅلو کلمو لکه خالد بن وليد يا سيف الله څخه په ګټه اخيستو سره خلک تير باسي.  د ځانمرګه بريدونو او چاودنو په ترسره کولو کې د سپيڅلو کلمو په کارولو او د ملکي وګړو تر بريد لاندي راوستل ناسم کار دى او نشي کيداى چې هغه روا وګڼو.
اسلام دا ډول کړنې منع کړې او حرام يې بللې دي،  له همدې امله هيڅ دليل نشته چې له دا شان سپيڅلو کلمو څخه د ناروا  کړنو لپاره کار واخيستلاى شي.  افغانان په دې پوهيږي چې د سولي دښمنان هڅه کوي څو د اسلام د سپيڅلو کلمو او د اسلام د نامتو مشرانو لکه خالد بن وليد د نومونو په کارولو سره خلک تير باسي ، خو افغانان په دې هم پوهيدلي چې هيڅکله د افغانستان د دښمنانو د ناوړه کړنو په وړاندي چې د دوى د هيواد پر وړاندي يې ترسره کوي، ونه غولېږي.