18
السبت, تشرين2

دټول ټاکنو دنوي قانون مسودې موخه

Typography

electoral reforms

د ټول ټاکنو دنوي قانون جوړه شوی مسودې څخه موخه  دولسي جرګې تر نوي ټاکنو پوری چې یونیم کال ورته پاتې ده دخلک پوهاوي ده ترڅو په دی وپوهیږي چې  څه ډول خپلو استازو ته رایه وکړي.

دوړاندیز شوي قانون یو له اړینو موخو څخه د سخت دریزو بدلونونو څخه مخنیوی او په شتو تجربو او بڼسټونو ولاړ قانون جوړول ګڼل شویدي.
دغه ریفورم په دوه مهمو وړاندیزونو پیلیږی:دهیواد په کچه د سرشمیرنې په لاره اچول او درایه ورکونکو د نوم لیکنې سیسټم جوړیدل چې له مخې ېې ټاکنیز ډیټا برابر شی او په ټاکنو کې له درغلی څخه د مخنیوی په خاطر د بایومټریک تذکرو ویش دی .
په افغانستان کې د رایې ورکولو اوسنې سیسټم یوازی د یوځل لپاره چې دلیږد وړ ندی دهیواد ۳۴ ولایتونو په کچه ګڼ شمیرنوم آندو سره چې په هغه کې ښځو لپاره ځانګړي شمیر څوکې په نظر کې نیول شوی کار کوي.
درای ورکولو په فردی او نه لیږد  اوسنې سیسټم کې  په یوه سیمه کې د نوم آندو شمیر ته په نه پاملرنې سره هر یو رای ورکونکي یوازی کوالای شي په یو وخت کې یو کس ته رایه ورکړي. نوم آندي ددی پرځای چې دیو سیاسي ګوڼډ استازیتوب وکړي غوره ګڼي چې په یوازیتوب ټاکنو ته ودریږي، چې له دی کبله لږ شمیر څوکیو ته په سلګونه تنه نوم آندی سره  سیالی کوي.
دا کار ددی لامل ګرځي چې رای په ډیرو برخو وویشل شي او نوم آندي ددی پرځاي چې په اکثریت رایو بریالي شي ډیر لږ رایې ترلاسه کوالای شي. دا سیسټم د ملي سیاسي ګونډو دودې مخه نیسي.
دټول ټاکنو وړاندیز شوی قانون د خپلواک او نه لیږد وړ سیسټم  د رایې ورکولو پرځای په لاندنی مختلط غونډال بدل شوی دی.
• ۱۵۹ خپلواک څوکی چې دشته خپلواک او نه لیږد وړ رای ورکولو غونډال له لاری ټاکل شوي وي.
• ۸۰ سیټونه چې د انډول له مخې ګوندونو ته ورکول شوي وي.
• ۱۰ څوکی کوچیانو لپاره ځانګړي شوي وي.
• ۶۸ څوکی ښځو لپاره
یو له چټک بدلونونو چې په دی قانون کې رامنځته شوی دی هغه په راتلونکي پارلماني ټولټاکنو کې سیاسي ګونډونو ته د یو په دریمو ځوکیو ځانګړي کول دی .
د تیوري له مخې دغه قانون به لږ شمیر انفرادی کسان او زیاته ګوندونه په ټول ټاکنو کې  دریدو ته وهڅوي.
سیاسي ګوندونو ته د څوکیو شمیر به په هر ولایت کې د اړوند ولایت د اوسیدونکو دشمیر له مخې په نظرکې نیول کیږي.
سره له دی چې خپلواک نوم آندو ته به تل ځای وي خو د سیاسي ګونډونو ونډه به زیاته شی . دهغوي ونډه اخیستل به د عامه پوهاوي کچه زیاته او دولسمشر په دفتر کې د واک ټولیدل را کمه کړی.
علي کریمی دافغانستان د ټاکنیز ملاتړ سازمان چې یو نا حکومتي سازمان دی او په افغانستان کې د روڼ ټولټاکنو د ودې او پرمختګ په دګر کې کار کوي د عامه اړیکو کارکوونکي دی وايی په ملي شورا کې سیاسي ګوندونو ته دیو په دریم ځوکیو ځانګړی کول مهم ګام دی.

 


ښاغلي کریمي  د نړیوال ولسواکی په اړه خپلو خبرو کې ووییل::"دپیاوړي سیاسي ګوندونو له شته والی پرته دولسواکی ډاډمنول ناشونې خبره ده. په تیر ټول ټاکنو کې سیاسي ګونډونه تر ډیره بریده لیری پاتی وو چې دا کار دهیواد په سیاسي ټیکاو هم اغیزه پریښود. "
دوړاندیز شوي مسودی له مخې عدلیې وزارت سره ثبت شوي سیاسي ګونډونه باید دهیواد له ۳۴ ولایتونو څخه غړي ولري. اړوند سیاسي ګوند یوکال له جوړیدو وروسته باید لږ ترلږه  دهیواد په ۲۰ ولایتونو کې دفتر پرانیزي. دغه قانون په قومي جوړښتونو دتپلي ګوندونو له جوړیدو مخنیوی او یوازی دهغو ګوندونو د ودې لامل ګرځي چې په ملي ګټو ولاړې وي.
دیوې بلې اړینې خوزښت په توګه د هیواد دوه سترو مخالفوګوندونو په ګډون د هیواد کابو ۲۰ سیاسي ډلې په هیواد کې د روڼ او له درغلیو تش ولسمشریز ټول ټاکنو پخاطر چې په پام کې ده په ۲۰۱۴ زیږدیز کال کې په لاره واچول شي د همغږي شورا جوړ کړي.

electoral reform

 
دنیو موشن ویب پاڼې پربڼسټ په ملي شورا کې د حزب اسلامی یو تن استازی  داکتر انور وايي چې:"دغه شورا درایو په ورکولو کې شفافیت ، ټاکنیز سیسټم کې ریفورم،اساسي قانون سره سم په وخت کې د ټاکنو په لاره اچول، دبریښنايی تذکرو او درای ورکولو کارټونو ویش همدا رنګه دهیواد بی پرې سرشمیرنی باندی ټینګار کوي. "
دغه شورا دسیاسی حل هغو لارو چارو باندی ټینګار کوي چې دافغانانو په مشری او داساسي قانون ارزښتونه پکښې خوندي وي.
دټول ټاکنو نوی مسوده لاندني پړاونه تیروي:کله چې د ټول ټاکنو دنوي قانون مسوده ولیکل شي نو بیا لید لپاره عدلیې وزارت ته استول کیږی.له هغه وروسته وزیرانو شورا ته اوبیا مشرانو او ولسی جرگوته دتصویب لپاره استول کیږي. خو په پای کې باید دولسمشر لخوا توشیح شي.
داوسنې قانون دبدلون لپاره ډیر لاملونه په نظر نیول شویدي،  دبیلګې په توګه داساسي قانون مواد، له پخوانیو ټول ټاکنو څخه تجربې  او دافغانستان د ټولنې ارزښتونه.