18
السبت, تشرين2

ټول له ګټي څخه برخمن کيږي

Typography

Pasteurised milk, yogurt, cream and cheese remain fresh and healthy for longer period of time.

انفرادي او واړه سوداګريز فعاليتونه کولاى شي ګټه رامنځ ته کړي او له دې ډول هڅو سره کيداى شي چې د هيواد له ملي اقتصاد سره مرسته وشي.

 

د هرات ولايت د لبنياتو د توليد فابريکه چې له نن څخه پنځه کاله وړاندي جوړه شوې ده د افغانانو لپاره د وړې سوداګرۍ ښه بيلګه شميرل کيږي او په لومړيو دريو کلونو کې له بريالي فعاليت سره ، د دوو نورو کلونو لپاره هم وغځيده. د لبنياتو د توليد لس واړه توليدي شرکتونه سره يوځاى شول او د کيفيت لرونکو شيدو، مستو، پيروي  او پنيرو د توليد لپاره يې يو کوپراتيف رامنځته کړ.

په دې کوپراتيف کې د هرات ولايت له کرخ، ګذرې او انجيل ولسواليو څخه ١٢٠٠ تنه غړيتوب لري. له يادو ولسواليو څخه د ميږو او غواوو شيدې تر راټوليدو وروسته هرات ښار ته راوړل کيږي. دلته بيا شيدې د لابراتوار تر آزمايښت وروسته د پروسس لپاره صنعتي پارکونو ته ليږدول کيږي. له دې ځايه بيا دغه توليد شوي توکي رستورانتونو، هټيو او هوټلونو ته ورکول کيږي. 

د کرخ ولسوالۍ اوسيدونکى ناصر احمد ١٠٠ ميږي لري ، نوموړى وړاندي تر دې نه پوهيده چې د خپلو ميږو په شيدو څه وکړي.  نوموړي کله ناکله په دوديز ډول له شيدو څخه مستې جوړولې او په سيمه ايز بازار کې يې پلورلې. خو لبني محصولات ژر خرابيدل او نوموړى يې تاواني کاوه.

ناصر احمد وويل : " په دوبي کې شيدې او مستې د تودې هوا له امله خرابيدلې او د خپلو ميږو د لګښت په اړه انديښمن وم." نوموړي زياته کړه : " اوس دغه محصولات پر کوپراتيف پلورم او ګټه يې په مستقيمه توګه ماته رسيږي. له دې لارې کولاى شم خپلو څاريو ته ښه خواړه برابر کړم او  زياتې شيدې ورڅخه ترلاسه کړم."
د څاريو لپاره د خوراکي توکو او واښو برابرول د کوپراتيف د عايد يوه بله ښه سرچينه شميرل کيږي. د څارويو سيمه ايز خاوندان او شپانه دغه واښه د خپلو څاريو لپاره اخلي . همدارنګه د هيواد په ټولو ولايتونو کې د څارويو خوراکي توکو ته ليوالتيا ډيره ده.

د نوموړي کوپراتيف رئيس داکټر عبدالقيوم وويل : " موږ د څارويو د خوراکي توکو  له پلور څخه ١٦٠ زره ډالره عايد درلود. دا کار د څارويو د شيدو د زياتيدو لامل شوى او د هغوى له ګړندۍ ودې او روغتيا سره مرسته کوي."

په فابريکه کې تازه واښه په ښه ډول بسته بندي کيږي او دغه صحي واښه د ډير وخت لپاره ساتل کيږي چې د څارويو روغتيا ته هم ګټه رسوي.

انجنير نور احمد د څاريو د خوراکي توکو د آسانتياوو په برخه کې کار کوي . نوموړى وايي، د سيمه ايزو محصولاتو په کارولو سره دوه ګټي ترلاسه کيږي: " لومړى د سيمه ايزو محصولاتو په پيرلو سره د کوپراتيف له غړو ملاتړ کيږي او ددې ترڅنګ د هيواد له اقتصاده هم ملاتړ کيږي."

The government has built several industrial parks throughout Afghanistan to help Afghan investors and workers.

د هرات ولايت د فاتح ليسې د دولسم ټولګي زده کوونکى طارق عزيز وايي، دده کورنۍ د افغانستان محصولات خوښوي. نوموړى د افغانستان پر ودې او پرمختګ باور لري. طارق عزيز  وويل : " زه فکر کوم  د هيواد د اقتصاد د ودي او پرمختګ لپاره  دا غوره کار دى. خلک اوس په دې پوهيږي چې په هيواد کې يې ښه کيفيت لرونکي محصولات توليديږي چې د بهرنيو محصولاتو په پرتله ارزانه دي."

د هرات ولايت د لبنياتو توليد او ډله ايز کار ، د يوه خاص هدف د ترلاسه کيدو لپاره يوه ښه بېلګه ده.