افسرې ته د ډولسم ټولګی فارغاونو غوښتنه

Typography

Strict criterion was applied during the selection process so that candidates are selected on merit only. Senior police officers supervised the process.

افغان ملي پولیس ددی ترڅنګ چې  د امنیت په راوستلو کې وده موندلی دخلکو په منځ کې محبوبیت او مسلکیتوب ېې هم زیاته شویده.

دپولیس افسرکیدو خوښه اوس د عالي لیسو لایقو او وړو فارغاونو په منځ کې زیاته شویده.
په تیرې میاشتې کې کابو ۱۷۸۰ تنه د لغمان، کنړ، ننګرهار او نورستان ولایتونو عالي لیسو فارغانو دپولیس افسرې لپاره د داخلې په آزموینې کې برخه واخیستل. له دی چې د ګډونوالو شمیر زیاته وه نو دغه آزموینه د جلال آباد ښارترټولو لوی لوبغالي کې ونیول شو.
دننګرهار ولایت د امنیې قوماندان سمونوال حضرت حسین مشرقی وال وینا سره سم، یوازی ۹۱ کسانو ته اړتیا وه. په دی مانا چې یوازی ترټولو وړ او لایق کسان به دغې روزنیز خپرونې ته لاره ومومي.
۹۱ بریالي شوي کسان به لومړي په کابل کې دملي پولیسو په اکاډمې کې شپږ میاشتنې روزنو کې ګډون وکړي او له هغې وروسته به د لوړو او مسلکي روزنو لپاره د ترکیې هیواد ته واستول شي.
چارواګو ډاډه دي چې په دی  آزموینې کې به هیڅ ډول درغلی ونشي.په کابل کې د پولیسو داکاډمې یو تن استاذ سمونوال سید ملا ووییل:"دآزموینې پاڼې په کابل کې  جوړ او تړل شوي وو. له آزموینې وروسته د ځانګړي کمیسیون لخوا د ارزونې په خاطر بیرته کابل ته واستول شول. دغه غونډال به له شونې درغلې څخه مخنیوی وکړي. "دننګرهار ولایت د پولیسو امنیه قوماندان جنرال شریف امین نوم آندو ته د مبارکی په ویلو سره ووییل: "په دی آزموینې کې ستاسو برخه اخیستل هیواد او هغه ته د خدمت لپاره ستاسو لیوالتیا او مینه څرګندوی. خلک اوس زموږ دامنیتي ځواکونو په ارزښت پوهیږي نو له همدی کبله ځینې ملاتړ کوي"
هغه وړاندی ووییل: "دا دخلکو مرسته او ملاتړ دی چې دجنايی جرمونو، د مخدره توکیو د قاچاق او ترهګری پروړاندی زموږ بریالیتوب مخ په زیاتیدو دی. "
جنرال امین د ځوانانو د هڅونې په موخه خپله تجربه او کیسه څرګند کړ. هغه ووییل چې هغه هم د ښوونځي یو تن فارغ و چې دپولیسو لیکوته ېې مخه کړه او له ډیرو کلونو زیار او هڅو څخه وروسته دغې رتبې ته ورسید.
"تاسو به زیار وباسې او په راتلونکي کې زموږ ځای ونیسۍ.تاسو باید د راتلونکي نسل د هوساینې لپاره خدمت وکړۍ او لکه چې موږ له خپلو پلورونو او نیکونو زده کړي دي خپلې ټولنې ته خدمتو وکړۍ. "
الله داد اسمعیل زی د ننګرهار ولایت د ښوونې او روزنې ریاست مشر درسنیو په وړاندی دمسلکي والی د بڼې بدلون په اړه مالومات وړاندی کړ. هغه ووییل: "موږ وینو چې دتعلیم لرونکي ځوانانو شمیر چې دانجنیرانو او ډاکټرانو په توګه عالي زده کړې ترلاسه کوي مخ په زیاتیدو دی . امنیتي ځواکونه هم اوس دا ډول وړ او لایق ځوانانو لپاره غوره فرصتونه برابروي. "
دننګرهار ولایت دشورا غړی عبدالقهار لودین دکورنیو چارو وزارت څخه مننه کوي چې دختیځ زون ځوانانو لپاره هم  خپل هیواد ته د خدمت کولو فرصت برابروي. نوموړي هم په خپل وار دآزموینې په پای کې له دغوځوانانو څخه د ملي پولیسو په لیکو کې خپل هیواد ته د خدمت لپاره د هغوي له لیوالتیا ستاینه وکړه.
هغه ووییل: " موږ پرخپلو بچیانو ویاړو.باید نړی ته دخپل وړتیا وښېې. باید وپوهیږۍ چې په دی لاره کې له تاسو څخه  ستاسو افغاني خویندې او وروڼه ملاتړ کوي.
موږ ټول په ګډه دیوې پرمختللي او ټیکاو افغانستان د رامنځته کیدو په لاره کې په ګډه کارکوو. "
ددی آزموینې په پای کې څو تنه نوم آندی راتلونکي په اړه دخپلو هیلو او موخو په اړه دآزادی غږ سره خبرې وکړې. دهغوي په منځ کې حیاناک خو هوډمن ځوان نجیب الله ساحل د کنړ ولایت یو تن ځوان هم برخه درلود.
هغه ووییل: "کله چې د عالي لیسې څخه می د فراغت سند ترلاسه کړ نو فکر می وکړ چې له کومې لارې کوالای شي ترټولو زیات خپل هیواد ته خدمت وکړم. نو پوه شوم چې زموږ امنیتي ځواک باید وده ومومي نودا مې هیله ده چې وکوالای شم دیوې صادق پولیس په توګه خپل هیواد ته خدمت وکړم. "
شاه زمان د ننګرهار ولایت د حصارک ولسوالی یوتن اوسیدونکي هم دغو څرګندونو سره موافق دی . هغه ددی ترڅنګ دیوې داسې پولیس په درلودلو ټینګار کوي چې له فساد او منفي اغیزې آزاد وي. هغه وايی: "کله چې فارغ شم نو ترخپلې وسې به د فساد په وړاندی مبارزه وکړم. "
ټول افغانان باید پر دغو ځوانانو چې دولس دچارو مشرې به پرغاړه ولري ویاړي.