19
السبت, تشرين1

رویا سادات د امریکا له بهرنیو چارو وزارت څخه د زړورتیا جایزه ترلاسه کړه

Typography

افغانې فلم جوړونکې رویا سادات تیره ورځ د امریکا متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو له وزارت څخه د زړورې ښځې جایزه ترلاسه کړه.

افغانې فلم جوړونکې رویا سادات تیره ورځ د امریکا متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو له وزارت څخه د زړورې ښځې جایزه ترلاسه کړه.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاندې هیتر ناورت پرون جمعه د زړورو ښځو د کلنۍ جاېزې لس تنه ګټونکې اعلان کړې. د امریکا د بهرنیو چارو وزارت تیره تیره شپه د هغو میرمنو کوربه وو، چې له دغه وزارت څخه یې یادې جایزې ترلاسه کړې.

دغه جایزې د امریکا متحده ایالتونو ولسمشر ډونالد ترمپ د میرمنې اغلې میلانیا ټرمپ له خوا ګټونکو میرمنو ته ورکړل شوې.

د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت ویاندې اغلې ناورت وویل، چې اغلې رویا سادات ته دغه جایزه ددې لپاره ورکول کېږي، چې نوموړې د خپل هنر له لارې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي، ننګونو او د عامه پوهاوي په لوړولو کې ډیرې هلې ځلې کړي دي.

د زړورتیا دغه جایزې هر کال د نړی له ګوټ ګوټ څخه هغو لسو میرمنو ته ورکول کېږي، چې د بشري حقونو، سولې، عدالت د نارینه او میرمنو د برابرۍ او د ښځو د حقونو د پیاوړتیا لپاره کار کوي.

د تیرې ورځې په مراسمو کې د قزاقستان، تایلند، عراق، هندوراس، ګواتیمالا، ایټالیا، رواندا او کوسو هیوادونو څخه هم ۹ میرمنو د زړورتیا جایزې ترلاسه کړې.

د یادونې وړ ده چې له ۲۰۰۷ میلادي کال راهیسې تردې دمه د نړۍ له ۱۲۰ هیوادونو څخه ۶۵ میرمنو دغه جایزې ترلاسه کړې دي.