20
الأحد, تشرين1

ولسمشر غني دیني علماوو ته: د فساد او فتنې پر وړاندې چوپتیا ناروا ده

Typography

ولسمشر محمد اشرف غني  نن ماسپښین د "اداري فساد پر ضد د منبر غږ" په نامه د دیني علماوو په کنفرانس کې وینا وکړه او ویې ویل، چې علما دې د فساد پرضد خپل غږ اوچت کړي.

هغه زیاته کړه، کله چې د دې هیواد وزیر علني محاکمه کېږي او درې ستوریز جنرال یې زنداني کېږي، کله چې هیڅوک ځان له قانون څخه پورته ونه ګڼي هغه به زموږ د خوښۍ ورځ وي.

ولسمشر غني د افغانستان اسلامي هویت او اساسي قانون ته په اشارې وویل، دلته هیڅ تلویزیون، راډیو او بنسټ د دیني علماوو د منبر ځای نه شي نیولی، ځکه دیني علما هره ورځ او اونۍ خلک راټولوي او بحث کوي او زموږ لوی هدف چې د قانون تطبیق دی د دیني علماوو له همکارۍ پرته نه شي ترسره کېدای.

د هېواد ولسمشر فساد، فتنه او فاجعه خبیثه کړۍ وبلله او زیاته یې کړه، فتنه نظام له منځه وړي کله چې نظام نه وي معاملات نه شي ترسره کېدای او د دغې فتنې ښه مثال د افغانستان تېر څلويښت کلن تاریخ دی چې اول فساد راغی، بیا فتنه او په اخر کې فاجعه رامنځته شوه او په شلمه پیړۍ کې زموږ له سترې حماسې؛ د جهاد له لاسته راوړنو څخه چې مو کومه تمه درلوده، له بده مرغه په فتنې او فاجعې بدله شوه.

نوموړي عدالت، قانونیت او پر قانون ولاړ حاکمیت نجیبه کړۍ وبلله چې سرچینه یې د حضرت محمد (ص) سیرت او د راشدینو خلفاوو چلند او اعمال دي.

ده ټولو دولتي ارګانونو ته لارښوونه وکړه چې د عدلي او قضايي ارګانونو له پرېکړو، تصامیمو او اقداماتو څخه د عدالت او قانون په تطبیق کې اطاعت او ملاتړ وکړي. هغه له ټولنیزو، سیاسي او معنوي مشرانو څخه هم وغوښتل چې د عدلي او قضايي ارګانونو د پرېکړو ملاتړ وکړي.

هغه  په ټینګار سره وویل، زما په شمول هر فرد او مقام باید د قانون په ځانګړي ډول د حق العبد پر وړاندې مسوول او ځواب ورکوونکی وي. حق العبد هیڅوک او منبع نشي بښلی او نه هم چاته د هغې د بښلو حق ورکوم او ما هم تر اوسه له قضايي او عدلي پروسې پرته هیڅوک نه دي بښلي.

ولسمشر غني وویل، افغانان پاک او سپیڅلي خلک دي او یو محدود  کوچنی اقلیت فاسد دی، ځوانان، علما کرام او د دې هېواد مېرمنې فاسدې نه دي، یو وړوکي اقلیت فاسد دی او باید مخنیوی یې وشي.