20
الأحد, تشرين1

د هلمند د سولې غوښتونکو کاروان هرات ته ورسېد

Typography

د "جګړه بس ده، موږ سوله غواړو!" تر شعار لاندې د هلمند د سولې غوښتونکو کاروان غړي د هیواد بېلابېلو ولایتونو ته له سفر وروسته پرون هرات ته ورسېدل.

د هلمند د سولې غوښتونکو د کاروان یوه غړي، وکیل احمد وویل: "موږ د سولې لپاره خپل غږ اوچت کړی دی، سوله او اوربند زموږ یواځینی هیله ده، موږ له وسله والو طالبانو غواړو، چې له جګړې لاس واخلي او ژر تر ژره جګړه ودروي."

د یاد کاروان یوه بل غړي، راز محمد وویل: "په میدان وردګو ولایت کې پر امنیتي ځواکونو باندې وروستي برید کې افغانانو ته زیان رسېدلی دی، طالبانو تردې دمه موږ ته سور څراغ نه دی ښودلی، خو موږ خپل لاریون ته دوام ورکوو ترڅو اوربند اعلان شي."

د هرات ښار یوه اوسېدونکي، ارش، چې د سولې غوښتنې کاروان غړي یې بدرګه کول، وویل: "موږ د سولې غوښتنې له دې حرکت څخه ملاتړ کوو، طالبان دې ورور وژنه ودروي، ترڅو به موږ دغه بدمرغۍ زغمو؟"

په پای کې د کاروان غړو یو پریکړه لیک صادر کړ.

په دغه پریکړه لیک کې راغلي: "وسله وال طالبان دي خپل مرګوني بریدونه بند کړي او د سولې خبرو ته دې کیني. طالبان باید د سولې غوښتنې حرکت د غړو غږ واوري."