کابل کې د اسټرالیا نوي ګمارل شوي سفیر سره د بهرنیو چارو وزیر تعارفي لیدنه

Typography

د افغانستان اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو وزیر صلاح الدین رباني کابل کې د اسټرالیا نوي ګمارل شوي سفیر ښاغلي ریچارد جورج فیکس سره په خپل کاري دفتر کې تعارفي لیدنه وکړه.

جورج فیکس د سفیر په توګه له ګمارل کیدو څخه خوښې څرګنده کړه او ژمنه يي وکړه چي د دواړو هېوادونو اسټرالیا او افغانستان ترمنځ د دوه اړخیزو همکاریو د پراخیدو په برخه کې به له هیڅ ډول هلو ځلو څخه ډډه ونکړې. نوموړي زیاته کړه چې د اسټرالیا او افغانستان ترمنځ دوه اړخیزه اړیکې د دوستۍ ژورې ریښې لري او د افغانستان سره د اسټرالیا همکارۍ ډیرې ساحې تر پوښښ لاندې راولي او په راتلونکې کې به هم دا همکارۍ دوام ومومي.
وروسته، د بهرنیو چارو وزیر ښاغلي جورج فیکس ته افغانستان ته د راتلو له امله ښه راغلاست ویلو ترڅنګ يي د سفیر په توګه يي د نوموړي ګمارل کیدو له امله مبارکي وویله او د افغانستان سره په بیلابیلو برخو کې يي د اسټرالیا له همکاریو څخه ستاینه وکړه.
د خبرو په دوام کې ښاغلي رباني د افغانستان په اړه د بروکسل کنفرانس لپاره د چمتووالي په باب خبرې وکړې، او په دغه غونډه کې يی د اسټرالیا د لوړ رتبه پلاوي د ګډون غوښتنه وکړه.