18
السبت, تشرين2

کابل کې استوګن د انګلستان سفارت له شارژدافیر سره د بهرنیو چارو وزارت د اقتصادي همکاریو د معینې لېدنه

پلازمینه
Typography

د بهرنیو چارو وزارت د اقتصادي همکاریو معینې عادله راز ، کابل کې استوګن د انګلستان سفارت  له شارژدافیر ښاغلي  ریچارډ موون سره د خپل کار په دفتر کې ولېدل.

پدي لېدنه کې خواو تېرو پنځلسو کلونو په ترڅ کې د افغانستان په اقتصادي او سوداګریزه برخه کې د پرمختګ او لاسبریاو په تېره بیا تېرو دوو کلونو کې اصلاحاتو او کړنو ، پدې برخه کې امنیتي ننګونو او ستونزو ، اقتصادي همکاریو ځاګړي توګه ګاونډیو هېوادونو سره، د افغانستان سټراتژیک ، اقتصادي او سیاسي اهمیت او  موقعیت ، دسیمی او نړۍ له هیوادونو سره سیاسي ،اقتصادي او ډېپلوماټیکو اړیکو لا غځېدو او کلکېدو، د هيواد دکورنیو تولیداتو زیاتېدو،ګاونډیو هېوادونو سره د راکړې ورکړې  او هغوی باندې د مالیاتو لګولو ،د رڼښت او وړتیا لپاره د کانونو وېستلو د لویو قراردادونو د بیاځلي مطالعې ،د کانونو پانګونې او رااېستنې برخه کې د بین المللي لویو کمپنیو  درول په اړه بحث او خبرې اترې وکړې.
دغه راز د بهرنیو چارو وزارت اقتصادي همکاریو معینې بروکسل بین المللي کنفرانس لپاره د افغانستان اسلامي جمهوریت د تیاریو نېولو په هکله  هم خبری وکړې . او په یاده ناسته کې ېې د انګلستان د شاهي هېواد د لوړ پوړي پلاوي د ګډون غوښتنه وکړه.
د لېدنې په پای کې ، د انګلستان سفارت شاژدافېېر پخلۍ او تاکید وکړ چې هیواد ېې افغانستان کې سیاسي اقتصادي پراختیا او پرمختګونو په برخه کې هرډول همکاري او ممکنې هلې ځلې  ترسره کوي.