کابل کې استوګن د آلمان نوي مقرر شوي سفیر سره د بهرنیو چارو وزارت سیاسي معین تعارفي لېدنه

Typography

د افغانستان د اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو وزارت سیاسي معین حکمت خلیل کرزی د خپل کار په دفتر کې کابل کې استوګن د آلمان فډرال جمهوریت نوي ګمارل شوي سفیر ښاغلي والټر هسمن سره د پېژندګلوی لېدنه وکړه .

پدې لېدنه کې ، پېل کې، د بهرنیو چارو وزارت سیاسي معین د هیواد د اوسنیو سیاسي او امنیتي حالاتو  د افغانستان دولت د سولې د هلو ځلو او پدې برخه کې پرمختګونو  او دغه راز  د بروکسل کنفرانس په بریالي توګه دایرولو لپاره د ملي وحدت د حکومت تد یاریو په هکله، خبرې وکړې.
حکمت خلیل کرزي ، د افغانستان او آلمان فډرالي جمهوریت تر منځ د دوه اړخیزه ښو اړیکو له مخینې څخه په یادولو سره ، افغانستان سره نظامي سیاسي او اقتصادي بیلابیلو برخو کې په وروستۍ یوه نیمه لسیزه کې د دې هیواد همکاریو څخه، په ځانګړي ډول د بروکسل کنفرانس په بریالۍ توګه دایرولو لپاره ، مننه څرګنده او زیاته ېې کړه چې د افغانستان هیله دا دې چې ټول بین المللي متحدان به ېې د بروکسل په کنفرانس کې فعال حضور ولري.
وروسته ، کابل کې استوګن د آلمان نوي ګمارل شوي سفیر افغانستان څخه دوامداره ملاتړ لپاره د خپل هیواد له ژمنې څخه اطمینان ورکړ او د دې پخلۍ ېې وکړ چې هغه هیواد افغانستان په هکله د بروکسل کنفرانس موفقیت لپاره ډېرې هلې ځلې ترسره کړي او دغه هلې ځلې به دوام ېې ومومي.