د ستوري تاریخي ماڼۍ د یوه محفل په ترڅ کې د بهرنیو چارو په وزارت کې پرانېستل شوه

Typography

د بهرنیو چارو وزارت د ستوري مانۍ د افغانستان د اسلامي جمهوریت د جمهور رئیس محمد اشرف غني په حضور او وېډیويي کنفرانس له لارې د هند د لومړي وزیرناریندرا مودي په ګډون او د بهرنیو چارو وزیر صلاح الدین، د وزارت د معینانو ، دملي شورا د ځينو غړو ،کابل کې استوګن د دوستو هیوادونو د سفیرانو او استازو  او د بهرنیو چارو وزارت د ادارو د مشرانو او د هیواد د ملي شخصیتونو د یوې ډلې په حضور کې، پرانېستل شوه. په پېل کې ، د بهرنیو چارو وزیر صلاح الدین رباني ، د افغانستان اسلامي جمهوریت جمهور رئیس محمد اشرف غني او محفل ګډونوالو ته ښه راغلاست وویل، د هند له دولت او خلکو څخه چې د دغې ماڼۍ لګښت ېې ورکړئ دی د زړه له کومې مننه وکړه . د بهرنیو چارو وزیر  د ستوري ماڼۍ د هېواد د تاریخي ارزښتمنو شتمنیو یوه برخه وبلله څرګنده ېې کړه چې د دې ماڼۍ ترمیمول او بیا رغونه د هیواد دملي شورا د نوې ودانۍ او د افغانستان ـ  د د دوستۍ بند پر دوام افغانستان سره د هند دصادقانه او ریښتينو همکاریو یوه بله بیلګه ده .

بهرنیو چارو وزیر په دوام کې وویل :« زمونږ ټول مشترکات د دواړو هېوادونو تېر تاریخ کې نه رالنډېږي، بلکې اوسنیو شرایطو کې د ګډو ګټو تر څنګ ، د ترهګری او افراطیت پالنې په څېر ګډو ګواښونو او ننګونو سره هم   مخامخ یاستو ، خو له نیکه مرغه افغانستان او هند په سیمه کې ځينو نورو دوستانو سره یو ځای دغو ګواښونو سره مخامختیا لپاره پیاوړې او ګډه اراده او هوډ لري. » وروسته ، د افغانستان اسلامی جمهوریت جلالتمآب جمهور رئیس خپله وینا واوروله د هند له دولت او خلکو څخه د مننې او قدردانۍ په څرګندولو سره هغه هېواد ېې د افغانستان د خلکو د خوشالتیاو او غمجنو ورځو دوست وباله څرګنده ېې کړه :«  د زمانې پړاونو او تحولاتو ثابته کړه چې که چېرې ملتونه د خپلو اړیکو بنسټ پر متقابله دوستۍ ،ېساینې او همکاری کېږدي ، خپلو دوستانه اړیکو د عطرونو په ګلبڼ کې به د تانده نیالګيو او ګلبوټو د راټوکېدو شاهدان وي د دواړو تاریخي هیوادونو د دوستۍ د ونې مراندي او رېښې د تاریخ ژور تل ته غځيدلي او پاڼې او شاخونه ېې د ژوند پېر او د زمان تر لوړو څوکو هسکې شوي دي» . د هند لومړي وزیر جلالتمآب ناریندرا مودي چې وېډیو کنفرانس له لارې ېې خبرې کولې د ستوري ماڼۍ پرانېستلو په اړه ېې افغانستان دولت او خلکو ته مبارکي ورکړه د خپلو خبرو په یوې برخه کې ېې څرګنده کړه :« زه د افغانستان خلکو ته ډاډ ورکوم چې د بریالي افغانستان ودانولو او ستاسو د هلو ځلو په دوران کې او ستاسو په ټولنه کې د امنیت رامنځ ته کولو او ټینګولو لپاره به ، د هند یو ملیارد او دوه سوه پنځوس مېلیونه نفوس ستاسو تر څنګ وي.» دغه محفل ، د جلالتمآبانو د افغانستان اسلامي جمهوریت د جمهور رئیس او د هند جمهوریت د لومړي وزیر له خوا د دې تاریخي قصر په بېرته پرانېستلو سره، پای ته ورسید. د ستوري ماڼۍ د هیواد د تاریخي ماڼیو یوه هغه ماڼۍ ده چې دبنسټ ډبره ېې امیر حبیب الله خان له دورانه مخکې اېښودل شوې او د هیواد د بهرنیو چارو وزارت لومړۍ ناستيځۍ شمېرل کیږي . دغه قصر چې د طبیعي تحولاتو او د وخت د تیرېدو په پایله کې زیانمن شوی ؤ، د هغه بیارغونه د ۵/۷ ملیونه امریکايي ډالرو په لګښت د هند هیواد په همکارۍ درې کاله وړاندې پېل شوه . د دې ماڼۍ بیا رغونه او ترمیمول د آغاخان فرهنګي بنسټ له خوا ترسره شوي دي. افغانستان کې د آغاخان د پرمختیايي شبکې ډېپلوماټیکه استازي میرمن نورجهان ماواني د ستوري ماڼۍ د بیارغونې په اړه وویل:« مونږ خوشاله یاستو چې د د افغانستان دولت او د هند دولت سره مو د ستوري ماڼۍ د بیارغوني‎  په چارو کې برخه درلوده . دا لومړنۍ پروژه ده چې د افغانستان د فرهنګي میراثونو په وړاندې د آغاخان د فرهنګي بنسټ د دوامداره ژمنې د یوې برخې په توګه بشپړ شوې ده.»