د ملي یووالي حکومت په دولتي بنسټونو کې د پېغلو او ځوانانو بې ساری حضور

Typography

ویل کېږي چې د مهمو دولتي ادارو د مشرانو په توګه د ځوانانو او پېغلو ګمارل د ملي يووالي حکومت په کاري لومړیتوب کې دي.
بلخوا یو شمېر دغه ځوانان او پېغلې د حکومت د ډېرې پاملرنې غوښتنه کوي.

afghan woman rcieved un peace awardپه هغو ادارو کې چې په تېرو دوو کلونو کې تر ډېره په کې مېرمنې او ځوانان په مهمو څوکیو کې ګمارل شوي دي یوه د کابل ښاروالۍ ده. له درېیو میاشتو راهیسې سحر همدرد د کابل ښاروالۍ د پالیسۍ او انسجام رئیسه ده چې د نوموړې په وینا دا کار ورته ګران دی خو لازیاتو هڅو ته اړتیا لري. اغلې همدرد زیاته کړه:«زموږ تمه دا ده چې د مېرمنو لپاره په بهر او دننه تحصیلي فرصتونه برابر شي،ترڅو هغوی وتوانېږي په کلیدي پُستونو کې پرېکړه کوونکې وګمارل شي.» د دغې ادارې په بله برخه کې کارکوونکي هره ورځ د کابل ښاریانو پر ستونزو او شکایتونو غور کوي. په زړه پورې ده چې د دې څانګې مشري هم د یوې مېرمنې پرغاړه ده چې یوه نیمه میاشت مخې په دغه دنده ګمارل شوې ده. د کابل ښاروالۍ د عامه اړیکو رئیسه برښنا اوریاخېل وايي:«د عامه پوهاوي څانګه ده چې په کې درې برخې شاملېږي او د هغې یوه د خلکو د شکایتونو د ثبت برخه ده چې د ۱۵۵ شمېرې له لارې خلک له موږ سره اړیکه نیسي او خپلې ستونزې وايي.» په مهمو دولتي پُستونو د مېرمنو او ځوانانو ګمارل د ملي یووالي حکومت له لاس ته راوړنو څخه بلل کېږي. افغان حکومت د دغه راز پروګرامونو په وړاندې کولو سره د بروکسل په غونډه کې د راتلونکو څلورو کلونو لپاره له افغانستان سره د نړیوالې ټولنې ملکي مرستې ترلاسه کولای شي.