د خواجه رواش د هستوګنې ښارګوټی پرانیستل شو

Typography

د کابل د خواجه رواش د هستوګنې د اپارتمانونو پروژه د ولسمشر او نورو حکومتي چارواکو په شتون کې پرانیستل شوه.


ولسمشر غني په دغو مراسمو کې چې د کابل ښار شمال ختیځ ته د قصبې سیمې د یادو اپارتمانونو په ساحه کې نیول شوي وو، وویل چې د دغه ښارګوټي ګټې اخیستنې ته د سپارلو کار ښيي چې حکومت له خلکو سره پر کړو ژمنو ولاړ دی.
هغه وویل چې د دې پروژې د بشپړاوي لپاره د ښار جوړونې چارو وزارت ورکړل شوی ضرب الاجل بې مخینې و او د دې پروژې د ترسره کولو کار ۱۸ کاله شپه او ورځ وخت غوښت.
ولسمشر زیاته کړه چې حکومت په دغه سره د خلکو باور لاسته راووړ او ویې ښوده چې حکومت پر سم لور په حرکت کې دی.
ولسمشر غني د دغه ښارګوټي جوړولو د بودیجې د کسر ۷۰۰ میلیونه افغانیو ته په اشارې وویل، که د مالیې وزارت په روان کال کې د هېواد د عایدو پر ۲۲ سلنه لوړېدو نه وای توانېدلی، دولت نه شو کولای د دغو اپارتمانونو د جوړولو لپاره د اړتیا وړ پیسې پوره کړي.
د ښار جوړونې چارو وزیر سید سعادت منصور نادري وویل: ((د پوښتنې وړ لسګونو قرادادونو شتون، د بودیجې د پلان نه شتون او د مسوولیت نه احساس، د ځواب ویونکي مدیریت نه شتون، د اقتصادي او تخنیکي اړخونو د دقیقې مطالعې نه شتون، بېخ بناوو ته نه پاملرنه، او د بويجې ډېر کسر له هغو مواردو دي چې د دې پروژې په مخ کې پراته وو.))
هغه زیاته کړه: ((د یوې پاشلې او عملیاتي برنامې نه لرونکې پروژې بشپړاوی تر هغه ډېر سخته دی چې یوه نوې پروژه طرحه او بشپړه کړې.))
وزیر وویل: ((یو کال مخکې د بلاکونو پر نیمه کارۍ او لسګونو نورو ستونزو سربېره، د خواجه رواش پروژه د یو میلیاد او دوه سوه میلیونه افغانیو د بوجې له کسر سره مخ وه، خو د وزارت په کادر کې له بدلون سره مې وکړای شول د بوجې دغه کسر ۷۰۰ میلیونه افغانیو ته را ټیټ کړم.))
د نادري په خبره چې د خواجه رواش د اپارتمانونو د بویجې کسر د ولسمشر په سپارښتنه د مالیې وزارت له لوري پوره شو.
د ښار جوړونې چارو وزیر وویل، د دغه ښارګوټي جوړولو کار چې ۷۸ بلاکونه او ۲۰۱۴ اپارتمانونه لري، پر ۴۰ هکتاره ساحه کې په ۱۳۹۱ کار کې پیل شو.
د هغه په خبره، د دې پروژې ودانیزې چارې چې د یوه کورني شرکت له خوا او ښار جوړونې وزارت په څارنه پر مخ وړل کېدې، د شپږ میلیارده او ۳۰۰ میلیونه افغانیو په لګښت ترسره شوې.
نادري زیاته کړه چې دغه ښارګوټی له ډېرو اسانتیاوو لکه تفریحي پارک، ښوونځی او سوپر مارکېټ څخه برخمن دی.