په ټولنه کې د ښځو د ونډې او په کلیوالو سیمو کې د دوی د ستونځو د حل په اړه خبری اتری وشوی

Typography

د کابل والي، حامد اکرم په کابل کې د ملګرو ملتونو په ملاتړ جوړ شوي هغه کنفرانس کې برخه واخیسته چیرته چې، په ټولنه کې د ښځو د ونډې او په کلیوالو سیمو کې د دوی د ستونځو د حل په اړه بحث او خبرې اترې وشوې.

په یاد کنفرانس کې د ښځو چارو فعالینو، د کابل د ولسوالیو ښځینه استازو، د دولتي او نړیوالو موسسو استازو په ګډون شاوخوا ۵۰ تنو برخه اخیستې وه. د دې کنفرانس په اوږدوکې د کابل والي، ښاغلي اکرم وویل چې، دولت باید ښځو ته مساوي فرصتونه برابر کړي ترڅو په پریکړو کې برخه واخلي او ښځې یې وهڅولې چې د دولتي دندو ترلاسه کولو لپاره سیالي وکړي، په تیره بیا د ولسوالیو په کچه.