د ډنمارک شاهي هېواد له نوي ګمارل شوي سفیر سره د بهرنیو چارو وزیر د پیژندګلوۍ لیدنه

Typography

د افغانستان اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو وزیر صلاح الدین رباني تیره ورځ د ډنمارک شاهي هېواد نوي ګمارل شوی سفیر شن چارلس ایلرمن کینګ اومبي د پېژندګلوۍ لیدنې لپاره خپل حضور ته ومانه.

په سر کې، د بهرنیو چارو وزیر په بیلا بیلو برخو کې له افغانستان سره د ډنمارک ولس او حکومت د ګټورو همکاریو څخه د مننې ترڅنګ ښاغلي کینګ اومبي ته ښه راغلاست وویل او هیله يې څرګنده کړه چې د نوموړي کاري موده کې به د دواړو هېوادونو اړيکې لا پیاوړي او پراخه شي.
د لیدنې په دوام کې، ښاغلي رباني د افغانستان په اړه د بروکسل کنفرانس لپاره د چمتو والي په باب خبرې وکړې او نوموړي ناسته کې يي د ډنمارل شاهي هېواد د لوړ پوړي پلاوي د ګډون غوښتنه وکړه.
وروسته، ښاغلي کینګ اومبي افغانستان سره په بیلابیلو برخو کې د خپل هېواد همکاریو د دوام په باب ډاډ ورکړ او ژمنه يې وکړه چې د خپل ماموریت په دوران کې به د دواړو هېوادونو ترمنځ د دوستانه اړیکو او دوه اړخیزه همکاریو د پراختیا لپاره له هیڅ ډول هلو ځلو څخه ډده ونکړي.