کابل کې برید د افغان ځواکونو له خوا د ۴۲ تنو ژغورنې سره پای ته ورسید

Typography

په کابل کې د افغان ځواکونو او بریدګرو ترمنځ یولس ساعته نښته پایته ورسېده، په دې نښتو کې یو ملکي کس وژل شوی او ۶ تنه نور ټپیان دي.


د کورنیو چارو وزارت د خبرپاڼې په خپرولو سره وايي چې د کابل نوې ښار کې بریدګرو لومړۍ له چاودېدونکو توکو ډک موټر ته چاودنه ورکړه او در‎ېیو نورو بریدوګرو ته یې لاره خلاصه کړه.
خبرپاڼه زیاتوي چې درې نور بریدګر چې په وسلو سمبال وو، د "پاملرنې" په نومې مرستندویې موسېسې ودانۍ ته د ننه شول او له افغان ځواکونو سره یې نښته پیل کړه.
د نښتو په ترڅ کې افغان ځواکونه توانیدلي چې شاوخوا ودانیو کې کابو ۴۲ کسان وژغوري.
خبرپاڼه کې راغلي دي چې وروسته له ۱۱ ساعتونو نښتې افغان ځواکونو درې واړه بریدګر ووژل او نښته یې په خپله ګټه پای ته ورسوله.
د پاملرنې مرستندویه بنسټ ۱۹۶۱ کال کې په افغانستان کې پر خپل فعالیت پیل کړی او پر افغانستان د پخواني شوروي تر برید وروسته په ۱۹۷۹ کال کې یې خپل فعالیت وځنډاوه.
دې بنسټ په ۱۹۸۹ کال کې یو ځل بیا د پاکستان له پېښور څخه خپل فعالیتونه پیل کړل او په ۲۰۰۲ زیږدیز کال کې یې خپل دفتر بیا افغانستان ته راولیږداوه.
د باملرنې موسېسه د ښوونې او روزنې، په ټولنیزو او اقتصادي برخو کې د ښځو پیاوړي کولو او بېړنیو حالتو په برخه کې فعالیت کوي.