دښاري ټرانسپورت ملي کمیټې غونده

Typography

د ښاري ټرانسپورټ ملي کمیټې غونډه نن د اداري اصلاحاتو او غوره حکومتداری په برخې د ولسمشر ځانګړي استازی احمد ضیا مسعود او ددی کمیټي دایمي غړو په ګډون جوړ شو.

دغوره حکومتداری او اداري اصلاحاتو په چارو کې د ولسمشر ځانګړي استازی مطبوعاتي دفتر لخوا په استول شوي پیغام کې راغلي چې ددی غونډي په ترځ کې د کمیټې غړي دپخواني پریکړو د عملي کولو په اړه غونډي ته خپل مالومات وړاندی کړل.
دافغانستان هوايي چلند او ټرانسپورټ وزارت د پلان او پالیسي مشر رمضان شفق دکابل د ښاري ټرانسپورټ د سمون د طرحي به اړه ګډونوالو ته مالومات وړاندی کړل او وی ویل چې دغه طرح له کره ارزوني وروسته داقتصادی عالي شورا ته استول شویدی.
نوموړي همدارنګه د ختیځ ترمنیل د پروژې پلي کولو ستونزو په اړه هم د ولسمشر ځانګړي استازی ته مالومات وړاندی کړ. نوموړي وویل چې ددی ترمینځ چاري د شته ستونزو له کبله تر دی دمه بشپړ شوی ندي.
غونډه د اکثریت مثبت رایو سره پریکړه وکړه چې د ټرانسپورټ وزارت باید ددی ترمینل چاري رسماْ پیل کړی او که دسیمې اوسیدونکی اویا کوم بل بڼسټ په دی ډګر کې ستونزه لري نو دکار په وړاندی خنډ نه جوړوي . هغوي کوالای شي په قانوني توګه اړوند ادارو ته ورشي. دولسمشر ځانګړي استازی همدارنګه له امنیتي ارګانونو او د اراضي مستقل اداری څخه وغوښتل چې ددی پروژې په پلي کولو کې د ټرانسپورټ وزارت سره مرسته وکړي.
په دی غونډه کې همدارنګه دشمالي او لویدیځ ترمنیل د جوړلو په اړه هم بحث وشو. دټرانسپورټ وزارت ، ښار جوړونې ، دکابل ښاروالی ، د اراضی خپلواکه اداری ، دجیودوزی او کارتو ګرافی همدارنګه د کابل ټرافیک ریاست او د ولسمشر ځانګړي په ګډون تخنیکی کمیسیون ته دنده وسپارل شوه چې دشمالی او لویدیځ ترمینل دجوړولو تخنیکي اړخونه  همدارنګه ټاکل شوی سیمه وڅیړي او تر دوه راتلونکو اونیو پوري  خپل ریپوټ وړاندی کړي.
دښاري ټرانسپورټ ملي کمیټي په دی غونډه کې همدارنګه دښار په دننه کې د استنادي دیوالونو دزیاتوالی په اړه همدارنګه د دریم پروان او سرای شمالی ترمنځ د سړک قیر ریزی په اړه او د ښاري ټرانسپورټ د تم ځایونو د جوړلو په اړه بحث وکړ او په دی ډګر کې ېې یو شمیر پریکړې صادر کړل.