ښاغلی درانی د پارلمان د لومړۍ درجې ستاینلیک وړ دی

Typography

د ۹۲۶.۱ ملیونه افغانیو په ارزښت د ۲۸ پرمختیایي پروژو تړون، د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزیر ښاغلي انجنیر نصیر احمد دراني له خوا د یو شمېر خصوصي شرکتونو سره لاسلیک شو.

په یادو پروژو کې د سرک اسفالت، کریړ اچول او جوړول، د پلونو او پګوټو جوړول او د کابل ولایت د قره باغ ولسوالۍ د السغان په ښارګوټي کې د فرعي اماکنو او د احاطې دیوال جوړول شامل دي.
ویل کیږي چې یادې پروژې به د سمنګان، بغلان، تخار، لغمان، کندهار، کابل، بلخ، غور، بامیان، فاریاب، جوزجان، کاپیسا، پروان، پنجشیر، فراه او پکتیا په ولایتونو کې تطبیق او عملي شي.
د ۲۸ پروژو څخه، د ۲۱ پروژو قرارداد د ۴۱۸.۸ ملیونه افغانیو په ارزښت په کلیوالي لارو جوړولو ملي پروګرام پورې اړوند دې.
په یادو ۲۱ تړونونو کې د ۱۰۰ کیلو متره نوي سړک، ۱۷۳ متره پلونو جوړول او ۲۰۳ مرحله یي ساتنه او څارنه شامل دي.
د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزیر وویل : د یادو پروژو په تطبیق سره د ترانسپورت په برخه کې په ټولیزه توګه ۸۴۶۷۵ کاري ورځې ایجادیږي او په عین حال کې ۵۳۷۸۰ تنه د یادو پروژو له تطبیق څخه ګټمن کیږي.
د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د ۱۳۹۵ مالي کال له پیل څخه د سنبلې تر ۲۵ نېټې پورې په ټوله کې ۱۰۷۸۵ پروژې (د نویو انتقالي پروژو په ګډون) د ۲۹۲.۷۳۸.۲۳۵ ډالرو په ارزښت د ترانسپورت، اوبو لګولو د روغتیایي پاکو اوبو د برابرولو، روغتیا، ښوونې او روزنې، برښنا او د سیمې د پراختیا په سکتورونو کې د هېواد په ۳۴ ولایتونو کې تطبیق او ګټې اخیستنې ته سپارلې او د ۲۰۴۳ پروژو کار په بېلا بېلو سکتورونو کې د ۱۴۵۳ ملیونه ډالرو په ارزښت په ټول هېواد کې روان دې چې ډېر ژر ګټې اخیستنې ته سپارل کیږي.
ښاغلي دراني په ټاکل شوې موده کې د پروژو د کار پر کیفیت او تطبیق ټینګار وکړ او د پروژو د عملي کولو په برخه کې یې د کلیوالو د زیاتو همکاریو غوښتنه وکړه.
د قرارداد د لاسلیک په مراسمو کې، پرقرارداد کوونکو شرکتونو سربېره، په پارلمان کې د خلکو یو شمېر استازیو هم ګډون درلود.
په ولسي جرګه کې د بغلان ولایت د خلکو استازیو ښاغلي عبیدالله رامین او ښاغلي محسني، د خپلو خبرو په اوږدو کې، کلیوالو ته د خدمت په برخه کې د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت له بریاوو څخه قدر داني وکړه، د بغلان ولایت د کلیوالو په ژوندانه کې یې د سړک د پروژو د نقش په هکله مالومات وړاندې کړل او د کلیوالي لارو جوړولو ملي پروګرام له اجرایه رییس محمد ناصر تیموري او کاري ټیم څخه یې قدرداني وکړه، خپل چمتووالی یې د با کیفیته پروژو د تطبیق په برخه کې څرګند کړ.
دغه راز، نوموړو وکیلانو د کلیو د بیارغونې او پراختیا په وزارت کې د سالم مدیریت، د کار د کیفیت، شفافیت او پراختیایي بودجې د لوړ لګښت څخه یادونه وکړه، ژمنه یې وسپارله چې د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزیر او همکاران یې د لومړۍ درجې ستاینلیک په ورکولو سره تر تفقد او ستاینې لاندې ونیسي، ځکه چې وړتیا یې لري.“