د پوليسو د اکاډمۍ د محصلينو پر کاروان د برید عاملین ووژل شول

Typography

د افغانستان د ملي امنیت ریاست وایي د پوليسو د اکاډمۍ د محصلينو پر کاروان د برید عاملین وژل شوي.

ملي امنیت ریاست په یو بیان کي لیکلي چي” ملی امنیت لوی ریاست  ځانګړو قطعاتو د یو لړ شپنیو عملیاتو په ترڅ کې چې د میدان وردګو ولایت د نرخ ولسوالی د بادام کلي په سیمه کې د ملامحمود مشهور په فاتح او عزیزالله مشهور په اعزامی او د حقاني ترهګری ډلي د  ۱۵ کسیزي ډلي قوماندان او د یادې ترهګری ډلي د ځانمرګو بریدونو لارښودان( مسوولین) چې د میدان وردګو او کابل ولایت په لویه لاره کې د پولیسو اکادمی پر محصلینو باندې د برید مسوولیت درلود تر سره شول، چې په پایله کې یې د دوی په ګدون د یادې ترهګری ډلي  ۶ تنه  ترهګر او یو تن ځانمرګی برید کوونکی له منځه تللي.”
ملي امنیت زیاتوی چي “۲ تنه نور نیول شوي دي او  د دښمن یو عدد ځانمرګی واسکت او ۴ عرادې موترسایکلونه هم له منځه وړل شوي او یو میل پیکا، دوه میله کلاشینکوف، یو میل ګرینوف او یو اندازه مهمات او چاودیدونکي توکي د امنيتي ځواکونو لاسته ورغلي دي.”