درې اتیا پرمختیايي پروژې د پروان ولایت په کوه صافي ولسوالۍ کې پرانیستل شوې

Typography

درې اتیا پرمختیايي پروژې د پروان ولایت  په کوه صافي ولسوالۍ کې پرانیستل شوې او ګټې اخستنې ته وسپارل شوې.

په یادو پروژو کې سړک ، د اوبو رسولو شبکه ، دکرنې  د اوبو زېرمتونونه ،ټولنیز مرکزونه او استنادي دېوالونه شامل دي چې د ۶۹ میلیونه  ۵۶۰ زره افغانیو په لګښت د کلیو د بیا رغونې او پراختیا وزارت د بېلابېلو پروګرامونو له لارې په ۵۳ کلیو کې د ۷۱۸۹ کورنیو د ګټې اخستنې وړګرځېدلې دي .
دغه راز د پروان ولایت د خواجه سیاران د کلیو د اوبو رسولو شبکې د جوړولو کار پیل شو.
یاده پروژه د ۱۱ میلیونه او ۳۲۰ زره افغانیو په ارزښت  د کلیو د بیا رغونې او پراختیا وزارت  د اوبو رسولو ،او اوبو لګولو او چاپېریال روغتیا ساتنې ملي پروګرام له لارې پیل شوې ده چې د هغې په بشپړېدلو سره به دیادو کلیو ۸۰۰ کورنۍ د څښاک د اوبو د لازمنآسانتیاوو څخه برخمنې شي.